موتورولا غبرګېدونکی موبایل جوړوي
ډېر شرکتونه اوس په دې هڅه کې دي چې بېرته په یو ډول پخواني تولیدات بازار ته په داسې بڼه وړاندې کړي چې نوې ټکنالوژي پکې کارول شوې وي.
په دې مهال کې د موبایل تولیدوونکی موتورولا شرکت هڅه کوي پر نوې ټکنالوژۍ سمبال او له پخواني «Razr» موبایل څخه په الهام اخیستو، نوي قاتکېدونکي موبایلونه بازار ته وړاندې کړي.
دغه شرکت وایي، غواړي خپلو پېرودونکو ته بازار ته په نوې بڼه د دغو موبایلونو په راتلو سره پخواني یادونه ور یاد کړي.
ویل کېږي چې په دغو موبایلونو کې به پر ټچ سکرین سربېره، ټوله هغه نوې ټکنالوژي کارول شوې وي، چې اوسمهال په ځینو نورو ډېرو کارېدونکو موبایلونو کې کارول شوې ده.
د دې موبایل پر مخپاڼه به یې لږ تر لږه شپږ د تنظیماتو عنوانونه ښکاري او تر څنګ به یې کله چې اصلي صفحه خلاصه وي، د نمایش بېرونۍ صفحه به یې چې «Closed Display» هم ورته وایي، تور رنګ خپلوي.
0 دیدگاه