سټېفن هاوکېنګ؛ نو اوس نه هېرېږي
د برېټانیا حکومت له لورې د تاریخ بریالي ساینسپوه او د نړۍ مشهور ستور پېژندونکي سټېفن هاوکېنګ د لومړي تلین په مناسبت د هغه په درنښت لومړۍ سېکه جوړه کړه.
نوې ځلېدونکې سېکه ډېره ښکلې برېښي او ډیزاین يې د برېټانیا بریالي ډیزاینر ایډوینا ایلېس کړی دی چې په شاته برخه کې یې د سټېفن هاوکېنګ نوم او د تور غار یا بلېک هول د اندازې اخېستنې د واحدونو ټرموډېناميک فارموله ښکاري.
تر سټېفن هاوکېنګ وړاندې د چارلس ډاوېن او ایزک نیوټن په یادګاري هم سېکې جوړې شوې وې، خو دا درېیم ساينسپوه دی چې په درنښت يې سېکه جوړېږي او یاده دې وي چې د روان مېلادي کال تر پایه به د هغه په نوم د ۵۰ پونډو نوټ هم چاپ شي.
سټېفن هاوکېنګ ۲۲ کلن و چې په یوې لا علاجه ناروغې اخته شو چې د عمر تر پایه پر پښو و نه شو ګرځېدای، خو هغه د خپل علم پر مټ د تور غار او سیارو په اړه ډېر نوي مالومات ولیکل.
هغه تېر کال د مارچ میاشتې په ۱۴مه د ۷۶ کلونو په عمر ومړ، خو د ساينس په اړه يې دې نړۍ ته داسې مېراث پرېښود چې پخوا يې انسانان په اړه ناخبره وو.
0 دیدگاه