ناسا ۵ جي انټرنېټ ازمایي
یوه جاپانۍ کمپنۍ چې د امریکا له فضایي څېړنو ادارې یا ناسا سره یو ځای کار کوي، غواړي د لمریزې بېپیلوټې الوتکې په مرسته د 5G یا پنځم نسل انټرنېت و ازمايي.
لوېديځې رسنۍ زیاتوي، د هاک ۳۰ په نوم دا بېپیلوټه الوتکه به په راتلونکیو اوونیو کې ډېر ژر کار پیل کړي چې په مرسته به يې ټوله نړۍ کې د پنځم نسل انټرڼېټ په ازمایښتي ډول کار کوي.
سرچینه زیاتوي، په راتلونکیو درې میاشتو کې به د دې ازمايښت کارونه لا چټک شي او د نړۍ په ناامنه او لرې پرتو سیمو کې به هم د بېتاره او وایرلېس په ډول پنځم نسل انټرنېټ ته لاسرسی پیدا شي.
د هاک ۳۰ په نوم دا نوی سيسټم لس ماشینونه لري چې ۲۰ کېلو مټره پورته هوا ته پورته کېږي او سولري وزرونو په مرسته له لمره برېښنا اخلي.
0 دیدگاه