ګوګل نوی اپليکېشن معرفي کړ
د انټرنېټ لټون تر ټولو مشهورې کمپنۍ ګوګل د نقشې یا Map اپليکېشن په نوې بڼه کې تازه تغیرات رامنځ ته کړي چې په مرسته يې د هرې ودانۍ، سړک، او کوڅې په اړه مالومات وړاندې کوي.
ګوګل د اې ار په نوم د اپليکېشن په اړه یوه ویډیو هم خپره کړې ده چې کله د دې پوستکالي کمره روښانه شي د کوڅې، ودانۍ یا سړک د انځور تر څنګ بشپړ مالومات وړاندې کوي.
غربي رسنۍ لیکي، د دې اپليکېشن په معرفي کېدو سره د پتې پیدا کېدل لا اسانه شول، ځکه کله چې په دې اپليکېشن کې د یو ځای ادرس ورکړل شي، هماغه لوري ته یوه نښه لیکل کېږي او که کاروونکی کومې بلې خواته لاړ شي د همدې غشې په څېر نښه ورته دقیق ادرس مالوموي.
0 دیدگاه