په ټويټر کې بیا بدلون راغلی
ټولنیزې رسنۍ وخت ناوخت د خپلو کاروونکیو لپاره نوي تغیرات رامنځ ته کوي دا ځل د دې شبکو مشهورې کمپنۍ ټویټر هم په ازمایښت د ځواب یا رېپلې په برخه کې یو لړ تغیرات راوړي دي.
ټویټر په خپل ځواب ځای یا د فېسبوک په اصطلاح کامنټ برخه کې داسې فیچر اضافه کړی چې په مرسته يې ناسم کامنټونه هایډ یا ناڅرګندېږي.
ټویټر دې نوي فیچر یا بڼې ته د «هایډ ټویټ» نوم ورکړی دی چې اوسمهال د ازمایښت په ډول کارول کېږي تر هغه چې په دې اړه د کاروونکیو نظر واخيستل شي.
له دې وړاندې د یوه ټویټ په ځواب کې به هر رنګ جملې لیکل کېدې او د ناسمو جملو د پټولو پر ځای دې باید هماغه کاروونکی بلاک کړی وای، خو د نوي فیچر په مرسته یوازې لیکل شوې تبصره ناڅرګندېږي.
ټویټر وايي، دا کار يې ځکه کړی چې د کاروونکیو پر ټویټونو د ناسمو تبصرو مخه ونیسي او له دې رسنۍ سمه ګټه واخيستل شي.
0 دیدگاه