د سر له پخي سره څه وکړو؟
۲۹ دلو ۱۳۹۷ 1580 0 نظر سرخط

د سر له پخي سره څه وکړو؟

په وېښتانو کې کله کله پخه پيدا کېږي چې په بېلابېلو شامپوګانو او درملو یې درملنه نه کېږي، ځينې کسان د پخي ضد درمل کاروي چې د پخي د توېدو پر ځای یې وېښتان توېږي.

نن تاسو ته په دې مطلب کې د ځینو ماسکونو او لار‌ښوونو په اړه مالومات درکوو  چې هم به مو د سر پخه ورکه شي، هم به مو وېښتانو ته ستونزه نه پېښېږي.

 ***

د مڼې سرکه

د مڼې سرکه د سر د پخې له منځه وړلو غوره وسېله ده ځکه چې په دې کې موجود تېزابیت په وېښتانو کې پخه له منځه وړي.

د مڼې سرکه د یوې کاچوغي څلورمه برخه د یو ګیلاس په څلورمه برخه اوبو کې ګډه کړئ او بیا یې د سپري په بوتل کې واچوئ او پر وېښتانو یې سپرکړئ، بیا يې وچ کړئ له ۱۵ دقیقو تر یو ساعت پورې يې پټ کړئ او بیا سر پرېمنځئ، دغه کار هره اوونۍ دوه واره تکرار کړئ، د سر پخه او خارښ به مو ورک شي.

د کوپرې/ناریل تېل

د کوپرېد تېلو په واسطه د سر پخه له منځه وړل مجربه نسخه ده، له لامبلو وړاندې ۳ یا ۵ کاچوغي د کوپرې په تېلو سر غوړ او ښه مالش ورکړئ، یو ساعت انتظار وکړئ او له هغه وروسته سر په شامپو پرېمنځئ، د لا غوره نتېجې لپاره د ناریل شامپو وکاروئ.

شات

شات شفا لرونکي خواړه دي، د سر پخې او خارښ له منځه وړلو لپاره هم غوره ثابت شوي، د دې لپاره په لسو کې۹ برخې شات او یوه برخه ګرمې اوبه ګډې کړئ، بیا مو وېښتان پرېمنځئ وروسته یې په دغه جوړ شویو شاتو تر ۳ دقیقو مالش کړئ، درې ساعته انتظار وکړئ بیا یې پرېمنځئ.

زیتون تېل

پر زیتون تېلو د وېښتانو پخه له منځه وړلو نسخه له پېړيو راهیسې استعمالېږي، د زیتون تېلو لس څاڅکي په سر واچوئ او ښه یې مالش کړئ، بیا سر په یوه ګرمه ټوټه پټ کړئ، سهار له پاڅېدو وروسته مو وېښتان پرېمنځئ، که ژر نتېجخ غواړئ داسې تېل استعمال کړئ چې د زیتون تېل په کې وي.

مالش

وېښتان مالش کول مو عادت جوړ کړئ، په دې سره مو د سر وينه تېزېږي چې د پوستکي حجرې  ورسره پرانیستل کېږي، د وېښتانو بېخونه په حرکت راځي او پخه له منځه وړي.

سپورټ

فزیکي تمرین، ورزش یا لوبې کول چې بدن په حرکت کې وي، ستړيا ورسره راځي، بدن ته اکسېجن ژر داخلېږي او وينه ښه پمپېږي، د وینې جریان ښه کېدلو سره د سر پخې، خارښ او نورې ناروغۍ ختمېږي.

که داسې کوئ مخ مو نه زړېږي

Dec 23, 2019 29

۱.د لمر وړانګې  د لمر وړانګې که څه هم په بدن کې د ډي وېټامین تولیدولو لپاره ګټورې دي، خو د ورځې له ۲۰ تر ۳۰ دقیقو زیات لمر وړانګو ته کېناستل، ګرځېدل او یا هم کار کول پر مخ او تندي [...]

شپږ هغه لاملونه چې غاښونه خرابوي

Dec 17, 2019 29

که د غاښونو پاکوالي ته پام و نه‌شي، د غاښونو د توروالي او خرابېدو لامل ګرځي. همدا رنګه خوله بد بوی پیدا کوي، میکروبونه ستوني او معدې ته داخلېږي او انسان په بېلابېلو ناروغیو [...]

د ښځو دوې ښکلاوې

Sep 11, 2019 29

ټول کسان دا خوښوي چې ښايسته واوسي، په تېره بیا مېرمنې، که څه هم ښځې له طبېعي ښکلا برخمنې هم دي، خو زیاتې بیا پر ځان بې‌باوره وي او ټوله ورځ پر سينګار تېره کړي، دوی دا فکر کوي چې [...]

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک