د وېښتانو د ښکلا لپاره څه وکړو؟
هر څوک غواړي چې ښکلي او ډېر وېښتان ولري، خو د وېښتانو د توېدو د مخنيوي او ښکلا لپاره ډول ډول شامپو، د سر تېل او داسي درمل کاروي چې تر ګټه یې تاوان ډېر وي.
نن د څو اسانو او ارزانو ماسکونو په اړه معلومات در کوو چې هم د وېښتانو ښکلا زياتوې او هم یې د توېدو مخه نيسي.
پیازو او زيره
درې دانې پیاز او یوه کاچوغه زیره در واخلئ، لومړی پیاز په مکسر کې ښه میده کړئ چې بېخي لکه اوبه داسي شي بیا زیره ورسره ګډه کړئ، وروسته وېښتان پرېمنځئ چې ښه وچ شول، جوړ شوي مواد پرې ووهئ، بیا سر په دسمال کې وتړئ، له ۳۰ دقیقو وروسته يې په شامپو پرېمنځئ، دا کار په اوونۍ کې دوه ځلي وکړئ.
وېښتان به مو ښکلي او کلک شي ځکه پیاز وېښتان کلکوي او زیره یې رنګ ته ښکلا ورکوي.
کېله او د هګۍ زېړ
يوه کېله او یو د هګۍ زېړ په مکسر کې مکس کړئ، دا هم د پیازو د ماسک په څېر په وېښتانو ووهئ، له ۳۰ دقیقو وروسته مو سر پرېمنځئ، دا ماسک هم په اونۍ کې دوه ځلې وکاروئ، د وېښتانو د توېدو مخه نیسي.
د هګۍ زېړ او شین چای
دوه دانې د هګۍ زېړ له دو کاچوغو وچ شین چای سره مکس کړئ، بیا يې په وېښتانو ووهئ، له ۳۰ دقیقو وروسته مو سر پرېمنځئ، دا ماسک هم په اوونۍ کې دوه ځلې وکاروئ، وېښتان اوږده، قوي او کلکوي.
کېله او مستې
یوه کېله له دوو کاچوغو مستو سره ګډه کړئ چې ښه نرم شي بیا یې د سر په پوستکي ووهئ، یو ساعت وروسته یی په شامپو پرېمنځئ، وېښتان به مو ځلېدونکي او نرم شي.
ماش او کېله
ماش، یوه کېله او دوې کاچوغي مستې سره ګډې کړئ دا هم چې ښه نرم شي بیايې په وېښتانو باندي ووهئ، یو ساعت وروسته یې په شامپو پرېمنځئ، وېښتان به مو ښکلي او پاسته شي.
0 دیدگاه