د کمال خان بند د درېیم فاز ۵۰ سلنه کار بشپړ شوی
د نیمروز والي سیدولي سلطان وايي، د دولت وسلهوالو مخالفانو له ګواښونو سره - سره پر کمال خان بند چټک کار روان دی او د درېیم فاز چارې یې هم ۵۰ سلنه بشپړې شوې دي.
د نوموړي په وینا، پر دې بند د سهار له ۶ د شپې تر ۱۰ بجو پورې پرلهپسې کار کېږي او وسلهوالې ډلې له بریدونو سره سره نهدي توانېدلي چې د دې سترې پروژې کار له خنډ سره مخ کړي.
کمالخان بند د هلمند سیند په اوږدو کې د نیمروز په چاربرجک ولسوالي کې دی چې په جوړېدو سره به یې سلګونه زره جریبه ځمکه خړوبه شي.
د دغه بند چارې په لومړي ځل په ۱۹۷۴م کال د سردار محمدداوودخان د حکومت په دوره کې پیل شوې او د ثور له کودتا وروسته یې کارونه وځنډېل، خو د ولسمشر اشرف غني په امر د ۲۰۱۷م کال د اپریل په ۱۹ نېټه یې پر درېیم فاز هم کار پیل شو چې لا هم دوام لري.
0 دیدگاه