طالبانو د ټاکنو د مخنيوي او د ملکي وګړو د خونديتوب ژمنه وکړه
۱۷ میزان ۱۳۹۷ 1412 0 نظر sarkhat.af

طالبانو د ټاکنو د مخنيوي او د ملکي وګړو د خونديتوب ژمنه وکړه

طالبان وايي، د ټاکنو د ترسره کېدو د مخنيوي هڅه کوي خو د ملکي وګړیو او عامو افغانانو ژوند ته پاملرنه کوي.

د وسله‌والو طالبانو له‌خوا د تلې په ١٦مه رسنيو ته د ټاکنو په اړه په درېيو ژبو يوه اوږده خبرپاڼه لېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ټاکنې هسې نمايشي دي او له درغليو او فساد څخه به ډکې وي.

طالبانو ويلي چې په تېرو ١٧ کلونو کې د ټاکنو په نوم ګڼې پروسې ترسره شوې چې يوې يې هم د ولس او هېواد درد نه دى دوا کړى، بلکې ستونزې يې زېږولې دي.

طالبانو په دې خبرپاڼه کې خپلو وسله‌والو ته ويلي چې د ټاکنو پر مهال دې د ملکي او عامو افغانانو ژوند او مال ته جدي پاملرنه وکړي، خو دا يې هم ورته ويلي چې د ټاکنو د ترسره کېدو مخنيوى هم وکړي.

طالبانو ويلي چې د هېواد د روان بحران اساسي حل له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو په وتلو کې دى.

د کمال‌ خان بند د درېیم فاز ۵۰ سلنه کار بشپړ شوی

Feb 02, 2019 29

د نیمروز والي سیدولي سلطان وايي، د دولت وسله‌والو مخالفانو له ګواښونو سره - سره پر کمال خان بند چټک کار روان دی او د درېیم فاز چارې یې هم ۵۰ سلنه بشپړې شوې دي.

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک