طالبان عمران خان ته ځواب لري؟
چې په کابل کې چارواکيو د سولې په تړاو له خولې سپوڼ نه وي را ایستلی ذبیح الله مجاهد پرې لویه پرپړه او اعلامیه خپره کړي چې ګواکې داسې نه دي شوي او دوی داسې خبرې کړې، خو که پنجابیان ووايي چې طالبان زموږ بېدریشی لښکر دی او تر پاکستانیانو یې پاکستان ته ډېر خدمت کړی، بیا په سترګو ړانده، په غوږو کاڼه، په ژبه ګونګیان او د لیکلو امیان شي.
کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر له سفر سره سم د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي چې طالبان د دوی تر ګورت لاندې دي او دوی له امریکایانو سره خبرو ته کېنول. ده ویلي چې د ټرمپ له غوښتنې سره سم یې له امریکایانو سره مخامخ کړل او که اړتیا شوه کولای شي تر دې هم ستر چوپړ تر سره کړي.
عمران خان دا ادعا هغه ته د ولسمشر ټرمپ له ور رسېدلي لیکه څو ورځې وروسته وکړه او په یوه ډول یې ټرمپ ته ور یاده کړې چې دوی له امریکا سره مرستې ته تیار دي او پر دوی حساب کولای شي، خو کابل یې ننګولی چې لوبه لا هم د اسلاماباد په لاس کې ده او که یې غوښتنې و نه مني، د پیل شویو خبرو لوری بېرته ګرځولای شي.
هغه په خیبر پښتونخوا کې د خپل حکومت د سل ورځني کار کړنو په تړاو جوړو شویو مراسمو ته په وینا کې امریکا ته په اشاره وویل چې د دوی له مرستې پرته په سیمه کې امریکا او کابل هیڅ کار سر ته نهشي رسولای. عمران خان ویلي چې واشنګټن یوازې د خبرو او ډیپلوماسي له لارې کولای شي چې د اسلاماباد همکاري تر لاسه کړي.
عمران خان دا خبرې داسې مهال کوي چې پاکستان ته له قطره یو طالب پلاوی ورغلی او د بېرته وتلو درک یې نه لګېږي. د دغه پلاوي موخه له ملا هيبت الله او نورو مشرانو سره د پیل شویو خبرو اترو په تړاو مشورې دي او ښکاري چې پاکستاني استخبارات هر څه تر نظر لاندې لري او هره هغه دروازه او کوڅه ور مالومه ده چې ملا هيبت الله او یاران یې پکې مېشت دي او د عباس ستانکزي په مشري ورغلی پلاوی یې تر هماغو چوترو ور رسولی دی.
د عمران خان دا ډول وینا او ادعا په ښکاره دا څرګندوي چې طالبان بشپړ د پاکستان په منګولو کې دي او هغوی یې په هر ډګر کې هر مهال، په هر ډول سره لوبولای شي. دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني چارواکي دغه ډول څرګندونې کوي او تر دې مهاله طالبانو دغه ډول ادعاوو ته هیڅکله هم غبرګون نه دی ښوولی او ډېر پر دې باور دي چې کېدای شي کله هم د دې جرات و نه کړي چې د خپل بادار پر وړاندې غږ پورته کړي.
عمران خان د امریکايي چارواکيو هغو څرګندونو ته چې ګنې طالبان د پاکستان په واک کې دي په ځواب کې ویلي چې که امریکا خبرو ته ورسره کېني، دوی په دې تړاو د ویلو لپاره ډېر څه لري. داسې ښکاري چې پاکستانیان خبرو اترو ته د طالبانو د تیارولو په تړاو دوهمخې لوبه کوي.
کله وايي طالبان د دوی په واک کې نه دي او افغانستان دې خپله ستونزه پخپله حل کړي، خو کله بیا وايي چې دوی کولای شي چې طالبان نه یوازې خبرو ته تیار کړي، بلکې د مذاکراتو د مېز شا ته یې کېنولای شي، مګر کله یې هم خپلې غوښتنې نه دي پټې کړې او تل یې ویلي چې که کابل له نوي ډیلي سره اړیکې کمې کړي، دوی دغې دوهمخې لوبې ته پای ورکولای شي.
افغانستان له هر هېواد سره د اړیکو پالل خپل حق ګڼلی او د پاکستان دغه ډول غوښتنه د خپلې بهرنۍ تګلارې په برخه کې ښکاره لاسوهنه ګڼي چې په دې بیه د پاکستان همکاري ورته د منلو نه ده.
پاکستان دا خبره د زلمي خلیلزاد په ګډون ډېرو امریکايي چارواکيو ته هم کړې چې ځینې یې پاکستان ناحقه ګڼي او یو شمېر یې د امریکا د ګټو د خوندي کېدو په صورت کې عملي کېدو ته لېوالتیا ښيي.
خو نویو امریکايي مشرانو ویلي چې پاکستان دا ځل مجبور دی تر خپله لمن لاندې پټ کړي، ټول وسلهوال طالبان را بهر او له واشنګټن او کابل سره یې د روغې جوړې خبرو ته کېنوي. په سپینه ماڼۍ او پنټاګون کې سیاستوالو او نظامیانو پتېيلې چې پنجاب د دې وړتیا او اړتیا لري چې د افغانستان له شخړې دوی خلاص او خپله ونډه تر سره کړي.
په کابل کې یو شمېر سیاستوالو هم د عمران خان پر پټي اوبه ور خوشې کړې او فکر کوي چې لوبه د اسلاماباد په لاس کې ده او له هیڅ ډول ګټې پرته باید پاکستان له افغانستان سره مرسته وکړي. یو شمېر نور چې د حکومت دننه او بهر دي له امریکا غواړي، پاکستان وتخنوي چې د مولانا سمیح الحق او طاهر اشرفي شاګردان له کابل سره خبرو ته کېنوي، لکن تاریخي تجربو ته په کتو پاکستان په افغانستان کې د هند له زیاتېدونکې همکاري او د کابل او نوي ډیلي له راشه درشې په وېره کې دی او فکر کوي چې د امریکا له اوسني مجبوریته دغې موخې ته رسېدای شي.
0 دیدگاه