ټاکنې؛ له ملي پروسې تر رسوايي
پرون پر ټاکنو د څار يوې بلې ادارې ټيفا يا د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ هم د ولسي جرګې ټاکنو په تړاو خپلې موندنې له رسنيو سره شريکې کړې.
که څه هم تر دې وړاندې هم د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون او يو شمېر څارونکيو بنسټونو د ولسي جرګې په ټاکنو کې د پراخو ستونزو يادونه کړې وه، خو ټيفا بيا اندېښنه څرګنده کړې چې حتا په ټوليز ډول د دې پروسې د اعتبار د زيانمنېدو وېره هم ورسره ده.
د دې بنسټ مشر نعيم ايوب زاده وايي، د ولسي جرګې ټاكنو د مديريت كوونكيو ادارو، په ځانګړې توګه د ټاكنو خپلواك كمېسيون د مديريت كمزوري په ټاكنيزه پروسه كې د بې نظمي رامنځته كېدو سبب شوه چې دغه كار درغليو او سرغړونو ته زمينه برابره كړه.
نوموړي د نورو هغو مواردو تر څنګ چې مخکې هم په ټاکنو کې د ستونزو په توګه يادې شوې دي، ځينو نوو مواردو ته هم اشاره وکړه.
هغه وويل، په ځينو سيمو کې د رايې ورکولو لپاره داسې قلمونه کارول شوي او د رايې ورکوونکيو په واک کې ورکړل شوي چې رنګ يې بېرته پاکېږي.
ايوب زاده ټينګار وكړ چې د سپينو او تورو رايو نه بېلېدل او د ټاكنيز عدالت نه ټينګېدل به د ټاكنو اعتبار او د نوې ولسي جرګې جوړېدل تر پوښتنې لاندې راولي.
د هغه په وينا، داسې راپورونه موجود دي چې د حكومت په داخل كې ځينې كسان يوې سياسي معاملې ته د زمينې برابرولو په هڅه كې دي چې د ده په خبره، دا كار به د خلكو د پاكو رايو د قرباني کېدو سبب شي.
نوموړي څرګنده نه کړه چې دا څه ډول معامله ده، خو دې ته په کتو څرګندېږي چې حکومت او کمېسيون له سره د رڼو ټاکنو د ترسره کولو اراده نه لرله.
دغه ادعا هغه وخت حقيقت ته نږدې کېږي چې د ټاکنو خپلواك کمېسيون د ولسي جرګې د ۳۲ ولايتونو له ټاکنو يوه اوونۍ وروسته هم و نه شوای کولای، په کندهار کې د ټاکنو په برخه کې تکرار شوې ستونزې له منځه يوسي او ځان ته يوه د اوړو پوزه جوړه کړي.
په کندهار کې د ټاکنو ستونزې تر نورو ولايتونو هم زياتې وې او ويل كېږي د دې ولايت ۵۰ سلنه هغه اوسېدونکي چې نوم ليکنه يې هم کړې وه، له خپل حقه محروم شول.
د رايې پاڼو کمښت، خپلو دندو ته د کارکوونکيو نه حاضرېدل، له بايومټريک ماشينونو سره د کارکوونکيو نه بلدتيا، پز وخت د رايې ورکولو د مرکزونو نه پرانيستل کېدل، د رايې پاڼو کمښت، په ځينو ځايونو کې د نوماندانو څارونکيو ته د اجازې نه ورکړه، د رايې ورکوونکيو د ليسټونو نه رسېدل يا په دې ليسټونو کې د يو شمېر رايې ورکوونکيو د نومونو نهشتون، د رايې کارولو ځنډنۍ پروسه او داسې نورې هغه ستونزې وې چې تر دې وړاندې هم ورته اشاره شوې او پر ټاکنو د څار بنسټونو له لوري مطرح شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په يو شمېر سيمو کې بيا په مطلق ډول خلک له ټاکنو محروم شوي دي.
د کندهار دوې ولسوالۍ، د هرات دوې ولسوالۍ، د دايکندي يوه دره او داسې نورې سيمې د يادولو دي چې هلته د ناامنيو او نورو ستونزو له کبله هيڅ ټاکنې تر سره نه شوې او خلک يې د خپلو استازيو له ټاکلو بې برخې شول.
د ټاکنو پروسه داسې مهال په رسوايي بدلېدونکې ده چې په افغانستان کې تر دې وړاندې د جمهوري رياست او ولسي جرګې ټاکنې هم له ګڼو ستونزو او پوښتنو سره مخ وې، ورو ورو پر يوه ولسواکه پروسه د خلکو باور په له منځه تلو دی او ليدل کېږي چې همداسې يو څه ته کار کېږي.
که وضعيت همداسې روان وي، ښايي افغانان د ډيموکراسي پر ټولو اصولو خپل باور له لاسه ورکړي او بالاخره هيڅوک هم چمتو نه وي چې په دې ډول پروسو کې ګډون وکړي او بېرته د توپک توره شپېلۍ د رايې تر سپينې پاڼې غوره وګڼي.
0 دیدگاه