د روښانه او غوره پوست راز
۸ ثور ۱۳۹۷ 1052 0 نظر روزنامه سرخط

د روښانه او غوره پوست راز

د غوره او ښه پوست لرل د روغتيا او ښکلا په برخه کې لويه شتمني ده. د پوست يوه برخه ښکلا او ثابتوالی په جينونو پورې اړه لري، خو نوره ټوله ښکلا په انسان پورې اړه لري چې تر کومه بريده ورته پام ساتلای شي او لږ تر لږه د پوست زړښت لس کاله وروسته واچوي.

 د همدې لپاره سر له ننه هڅه وکړئ چې خپلې دې ستونزې ته حل پيدا کړئ او لاسرسی ورته وکړئ.

  • خوب ښه پوره کوئ

پوست د شپې له لوري خپل ځان نوی کوي او تر ميموي. تر خوب وروسته ستاسې پوست بدلون مومي. د همدې لپاره د شپې له لوري له اوو تر اتو ساعتونو پورې خوب وکړئ چې پوست مو خپلې ترميموونکې  چارې سمې سر ته ورسوي.

  • هره ورځ مو تر کارونو وروسته پوست پاک کړئ

د غوړ پوست لپاره په کار ده چې په تړمو اوبو يې په يوه مناسب پاکوونکي پرېمنځئ.

هغه پاکوونکی چې استفاده ترې کوئ، په ډېر وخت سره يې وکاروئ، يانې مالش يا مساژ ته اړتيا لري، دغه توکی تر يو وخت پورې پر پوست پرېږدئ چې سينګارتوکي، غوړ او خيري له پوسته جلا کړي او اسانه پاک شي.

هر سهار مو پوست په تړمو اوبو پرېمنځئ، خو که مو پوست غوړوالی لري، له نرم پاکوونکي استفاده وکړئ.

  • خپل خوراکي پروګرام ته مو کبان ور زيات کړئ

کب په زياته اندازه امګا درې لري چې د پوست له داخله مرطوبوالی را منځ ته کوي او هغه ستونزې چې د پوست د سوروالي او يا داغونو لامل ګرځي، د هغو مخنيوی کوي. د دې تر څنګ امګا درې د پوست د ځينو ناروغيو مخنيوی هم کولای شي.

  • لوړ کيفيت لمر‌ضد کريم غوره کړئ

 د پوست د زړښت د مخنيوي، يو غوره درمل د لمر‌ضد کريمو استفاده ده، خو مېرمنې بايد دا کار په ورځ کې څو ځله وکړي.

هغه مېرمنې چې لمر ته ګرځي بايد د لمر ضد‌کريم هيڅ له ياده و نه باسي، د دوی لپاره يوازې هر سهار کفايت نه کوي، بلکې بايد بيا بيا يې وکاروي.

  • د پوست رطوبت مو ډېر کړئ

که مو پوستکی وچ وي، تر حمام‌کولو وروسته غوره ده چې له يوه مرطوبوونکي کريم څخه کار واخلئ. کولای شئ مرطوبونکي کريم په ټول بدن ووهئ او ځان ډاډه کړئ چې په پوره اندازه جذب شي.

که داسې کوئ مخ مو نه زړېږي

Dec 23, 2019 29

۱.د لمر وړانګې  د لمر وړانګې که څه هم په بدن کې د ډي وېټامین تولیدولو لپاره ګټورې دي، خو د ورځې له ۲۰ تر ۳۰ دقیقو زیات لمر وړانګو ته کېناستل، ګرځېدل او یا هم کار کول پر مخ او تندي [...]

شپږ هغه لاملونه چې غاښونه خرابوي

Dec 17, 2019 29

که د غاښونو پاکوالي ته پام و نه‌شي، د غاښونو د توروالي او خرابېدو لامل ګرځي. همدا رنګه خوله بد بوی پیدا کوي، میکروبونه ستوني او معدې ته داخلېږي او انسان په بېلابېلو ناروغیو [...]

د ښځو دوې ښکلاوې

Sep 11, 2019 29

ټول کسان دا خوښوي چې ښايسته واوسي، په تېره بیا مېرمنې، که څه هم ښځې له طبېعي ښکلا برخمنې هم دي، خو زیاتې بیا پر ځان بې‌باوره وي او ټوله ورځ پر سينګار تېره کړي، دوی دا فکر کوي چې [...]

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک