درې پيشوګانې
۲۴ ثور ۱۳۹۷ 1802 1 نظر نګینه اتمانزوی

درې پيشوګانې

سلام يارانو له خوښيو او خوشحاليو ډک ژوند ولرئ.

تاسې هم له حيواناتو او څارويو سره مينه لرئ؟ حیوانات ژبه نه لري، خو د هغوی مینه د هغوی له حرکاتو او کړو وړو مالومولای شئ. انسانانو ته هم لازمه ده چې د دې بې‌خولې بې‌زبانه ‌حیواناتو پر وړاندې مهربانه واوسېږي او هغوی ازار نه کړي.

نن مو د يوې مهربانې نجلۍ کيسه درته را اخيستې ده چې له پيشوګانو سره يې څه ډول مينه لرله او د يوازېتوب څومره ښې ملګرې يې وې.

وه نه وه د تورو غرونو شا ته په يوه خاورين کلي او زړه کوډله کې يوې ښکلې نجلۍ ژوند کاوه. دغه ښکلې نجلۍ پاولينه نومېده.

پاولينه ډېره مینه‌ناکه نجلې وه، خو پلار و مور يې هغه وخت مړه شوي وو چې دا ماشومه وه. پاولینې یوازې ژوند کاوه، د دې لپاره چې له يوازېتوبه بې‌غمه شي، څو ښکلې پيشوګانې ساتلې وې. خپلو پیشوګانو ته به یې سندرې ويلې، لوبې یه یې ورسره کولې او ژوند یې په خندا او خوشالي ورسره تېراوه.

يوه ورځ چې پاولینې يوه ښکلې پيشو په خپله غېږ نیولې وه دا سندره یې ورته ویله:

دا پيشو د چا ده

دا پيشو زما ده

زه ورته خواړه راوړم

خوړو سره اوبه راوړم

له رنګه ډېره سپينه ده

زما ده ګلورينه ده

په ناز ناز يې ساتمه زه

په مينه يې پالمه زه

د دې سندرې تر ويلو وروسته پاولينه په چورت کې شوه، ښايي مور و پلار یې ور یاد شول، په همدغه وخت کې د پيشوګانو ورته پام شو، کله یې چې د پاولينې له خپګانه ډکه څېره ولېده، دوی هم خپه شوې. د پاولینې چې پیشو ګانو ته پام شو او د ځان لپاره یې د هغوی خپګان احساس کړ، ژر بېرته راسمه شوه، هغه پر دې وپوهېده چې یوازې نه ده او څوک شته چې د دې د خپګان او خوشالي فکر ورسره دی.

نو تر دې وروسته یې له ځان سره ژمنه وکړه چې ناهیلې کېږي به نه او خپلې ښکلې پيشوګانې به نه خپه کوي.

د توريو تړون

Aug 01, 2018 29

دا ډېر وخت مو ذهني لوبه نه وه کړې، خو نن بيا د توريو د لوبې وار را رسېدلی، په لاندېني چوکاټ کې مې درته د انسان د بدن اړوند او ځينې سينګار توکي د توريو په ډول ليکلي، تاسې يې په سمه [...]

سلامونه انډيوالانو!

Jul 23, 2018 29

دا ډېر وخت مو کيسې، متلونه او کله کله شعرونه درته راوړل، راځئ دا ځل مو دوه جلا جلا عکسونه درته راوړي او تاسې وګورئ چې څه در نه غواړي؟

  1. Avatar
    خلیل مشعل
    دوشنبه، ۳ ثور ۱۳۹۷پاسخ
    در اين صورت مي توان اميد داشت که تمام و دشواري موجود در ارائه راهکارها و شرايط سخت تايپ به پايان رسد وزمان مورد نياز شامل حروفچيني دستاوردهاي اصلي و جوابگوي سوالات پيوسته اهل
    • Avatar
      زهیرمل
      March 8, 2018Reply
      Quisque laoreet augue sapien, quis vehicula nulla mollis uisque laoreet augue sapien, quis vehicula nulla mollis fin finibus magna. Sed tincidunt purus sed ex dapibus congue. Nam gravida consequat odio eget bibendum. Morbi laoreet dui a sapien laoreet semper. Donec in quam ut velit tincidunt mollis. Aenean tincidunt leo justo, ut justo accumsan ac.
    • Avatar
      Hamid Asadi

      Azizi

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک