د توريو تړون
سلامونه!
دا ډېر وخت مو ذهني لوبه نه وه کړې، خو نن بيا د توريو د لوبې وار را رسېدلی، په لاندېني چوکاټ کې مې درته د انسان د بدن اړوند او ځينې سينګار توکي د توريو په ډول ليکلي، تاسې يې په سمه بڼه وليکئ چې څه ترې جوړېږي.
کوښښ وکړئ، مانا لرونکې کلمې ترې جوړې کړئ، که مو تر وس ورته تېره شوه، تر چوکاټ لاندې مو درته تيارې کلمې جوړې کړې، بيا هغه ولولئ، خو لومړی خپله هڅه وکړئ چې څه ترې جوړولای شئ او که نه.
دا ځکه چې هيڅ نقل کوونکی انسان تکړه نه دی، بلکې استعداد د هغه چا دی چې پام و فکر ولري.
ې |
ګ |
ر |
ت |
س |
ه |
ت |
ښ |
ې |
و |
ن |
ا |
ک |
و |
ن |
ی |
ن |
و |
ت |
س |
د |
ن |
و |
ړ |
م |
ۍ |
ک |
ړ |
ا |
غ |
ی |
ړ |
ګ |
ن |
ب |
ۍ |
م |
ت |
و |
ګ |
- سترګې
- وېښتان
- نوکان
- ستونی
- مړوند
- غاړکۍ
- بنګړی
- ګوتمۍ
0 دیدگاه