توکسو پلازموزس څه ډول ناروغي ده؟
۷ ثور ۱۳۹۷ 1851 0 نظر ډاکتر عمادالدین پژمان

توکسو پلازموزس څه ډول ناروغي ده؟

توکسو پلازموزس يوه انتاني يا مکروبي ناروغي ده چې عامل يې د «توکسو پلازماګاندي» په نامه يو ډول ميکروب دی چې په انسان سربېره ډېر نور تي‌لرونکي حیوانات او مرغان هم پرې اخته کېدلای شي.

د توکسو پلازموزس میکروب په مزمن ډول د ناروغیو لامل ګرځېدای شي، همداراز که دا میکروب له سترګو سره په تماس کې شي، د سترګو د توکسو پلازموزس لامل کېږي؛ خو عموماً د توکسوپلازموزس له ۸۰ تر ۹۰ سلنه ناروغان کومې خاصې نښې نه لري .

د توکسو پلازموزس میکروب تر ډېره له حيواناتو، په تېره بيا پيشوګانو، موږکانو او د هغوی له فضله موادو سره د تماس په پايله کې انسان ته انتقالېږي.

دا ناروغي په افغانستان کې له حیواناتو سره د خلکو د ډېر تماس او همداراز د تشخیص د لازمو وسایلو د نه‌موجوديت له امله په خلکو کې خپره ده، خو تر ډېره پټه پاتې کېږي.

ډاکتران په دې اند دي چې د افغانستان په کلیوالو سیمو کې له ۱۵ تر ۲۰ سلنه خلک په تېره مېرمنې په دې ناروغي اخته کېږي .دا یوه اوږده او مزمنه ناروغي ده چې ډېرې روښانه نښې نښانې نه لري، خو کله کله په ښځو کې د سقط لامل ګرځي .

په توکسو پلازموزس اخته یو شمېر کسان خفیفه تبه لري، د سستۍ او ناتوانۍ احساس کوي، خو کله کله بيا تبه نه لري او په یو شمېر ناروغانو کې د ناروغ د بدن تودوخه هم تر نارمل څه ټیټه وي.

هغه میرمنې چې ماشومان يې زیان کیږي، باید د توکسو پلازموزس لپاره يې وینه ټسټ شي، ځکه په ډا ډول مېرمنو کې د سقط یو مهم عامل هم توکسو پلازموزس دی .

د توکسو پلازموزس میکروب تر ډېره د پيشوګانو او موږکو له خوا انسان ته انتقالیږي، دا میکروب د پيشو پر غایطه موادو سر بیره د هغې په څرمنه کې هم وي، نو له همدې امله هغه کسان چې له پيشوګانو سره سر او کار لري، باید د پاکوالي ډېر خیال وساتي او پر پيشو له لاس لګیدو وروسته هرومرو لاسونه په صابون ومینځي .

توکسو پلازموزس له موره ماشوم ته د زېږون په وخت کې هم انتقالېدای شي او له بلې خوا له دې امله چې دا میکروب په شیدو ورکوونکيو حیواناتو لکه غوا، وزه او مېږو کې هم وي؛ نو د خامو شیدو د خوړلو له لارې د توکسو پلازموزس میکروب د انسان بدن ته د ننه کېږي.

ډاکټران وايي چې باید پاستوریزه شیدې او یا هم هغه شیدې او د شیدو محصولات وخوړل شي چې ښه پاخه شوي وي. شیدې باید لږ تر لږه شل دقیقې وایشول شي او د ایشېدو پر مهال هم ښې وښورول شي چې حرارت يې ټولو برخو ته ورسېږي .

همداراز په خامه غوښه د لاسو تر لګېدو وروسته باید لاسونه په صابون پرېمنځل شي چې د ناروغي د انتقال مخه ونیول شي .

په دې چاره کې قصابان هم باید ډېر احتیاط وکړي، ځکه کله کله د قصابي په وخت کې خپلې ګوتې هم زخمي کولای شي .

د کور په انګړ کې که ممکنه وي د پيشوګانو او سپیو له ساتلو ډهډه وشي او د کور انګړ باید د سپیانو او پيشوګانو له فاضله موادو پاک وساتل شي .

ښځو ته باید تر امیدواره کېدو وړاندې یا هم د امیدواري په لومړیو اوونیو کې د توکسو پلازموزس معاینه وشي چې د ماشوم تر زیانېدو وړاندې د دې ناروغي درملنه وشي او د امیدواري له ۱۶ مې تر ۱۸ مې اوونۍ باید دا معاینه تکرار شي دغه کار د دې ناروغي له خطره د بچ کېدو ډاډ دی.

واړه ماشومان که د توکسو پلازموزس په ناروغي اخته وي او تشخیص يې وشي؛ نو که علایم ولري او که نه باید درملنه يې وشي، خو لویان نارینه که عوارض او د ناروغي نښې نښانې و نه لري، د درملنې اړتیا يې نه شته او ښايي څو کاله وروسته دا میکروب په خپله له بدن ووځي .

 

نقش سیستم غذایی در کنترل فشار خون

Oct 20, 2019 29

تجارب کارشناسان علم طب نشان داده است که کنترل فشار خون اهمیت بالایی دارد که یکی از مهم ترین عواملی که به کنترل فشار خون کمک می کند غذایی است که می خوریم.

د کرېمیا – کانګو تبه

Aug 09, 2019 29

کرېمیا – کانګو بېړیونۍ (حاده) تبه لرونکې او وینه بهوونکې ناروغي ده چي د منګوړو (خسکو، کنو او وراسکو) له خوړلو یا هم د ککړو څارویو له ویني، ترشحاتو او جسد سره د اړیکي له کبله [...]

د سرطان د تشخیص او درملنې مرکز جوړېږي

Jun 09, 2019 29

له سرطان سره د مبارزې بنسټ وايي، په پام کې لري چې په هېواد کې د لومړي ځل لپاره د سرطان د تشخیص او درملنې مرکز جوړ کړي.

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک