جاذبه څپې څنګه را منځ ته او وپېژندل شوې؟
۸ جدی ۱۳۹۸ 881 0 نظر سرخط

جاذبه څپې څنګه را منځ ته او وپېژندل شوې؟

جاذبه څپې څنګه را منځ ته او وپېژندل شوې؟

 

امين الرحمان

انشټاین وویل چې پر ټولو کايیناتو باندې د وخت ـ  فضا ټوکر غوړېدلی چې که هر وخت دا ټوکر منحني یا ګونځې شي په دې مانا ده چې یوه بهرني عامل د ټوکر شکل بد کړی، هر هغه څه چې د دوو شیانو او یا هم چاپېریالونو تر منځ د تعامل سبب شي قوه بلل کېږي، په فزیک کې څلور ډوله قوې پېژندل شوې دي چې د ځواکمنو، ضعیفو، الکټرومقناطیسي او جاذبه قوو په نومونو یادېږي.

په دغو څلورو ډولونو کې د لومړيو دریو قوو د عمل مېخانيکیت تر ډېره بریده په فزیکي تیوریانو کې شرحه او په لابراتواري چوکاټ کې ثابت شوی، خو څلورمه هغه یې چې جاذبه قوه بلل کېږي، تر اوسه لا په فزیکي تیوریو کې راګیر او په لابرتواري چوکاټ کې د بېلابېلو نظریو پر اساس تجربه شوې چې کله د تجربې پایلې منل شوې او کله هم د شک په سترګه ورته کتل شوي دي.

د جاذبه قوو په اړه لومړی نظر د ارسطو وو، هغه په دې باور و چې درانه اجسام ځمکې ته ژر او سپک په ځنډ را رسېږي، ارسطو جاذبه په وزن او وزن په جاذبه پورې تړلي بلل، خو وروسته ګالیله په تجربې دا ثابته کړه چې د ځمکې جاذبې چټکتیا په وزن پورې نه بلکې د هوا په مقاومت پورې تړاو لري، مثلاً که تاسې یوه پاڼه کاغذ او یو کیلو کاڼی له یوې لوړې په یوه وخت را پرېږدئ؛ نو کاغذ په ځنډ او کاڼی ژر را رسېږي، خو که تاسې کاغذ سره ګونځې او د هوا په وړاندې یې مقاومت لوړ او د تعامل سطحه وړه کړئ، کاغذ او یو کیلو کاڼی به په یوه وخت ځمکې ته راورسېږي.

تر ګالیله وروسته نیوټن جاذبه قوې ته ریاضیکي فارمول جوړ کړ، نیوټن وویل چې په جاذبه قوو کې طبعیت تبعیض نه دی کړی، که کتله هرڅومره ستره یا وړه وي دواړه یو بل باندې په یوه میکانیزم جاذبه قوه واردوي چې دا قوه د دوو کتلو له ضرب سره نېغه او د دوی تر منځ د واټن له مربعې سره معکوسه اړیکه لري، یا په بله مانا د دې قوې اندازه د دوی د کتلو او د دوی تر منځ واټن پورې نېغه تړلې ده.

 

د نیوټن نظریې پر بنسټ د دوو کتلو تر منځ عامله جاذبه قوه

که څه هم نیوټن په خپله نظریه کې د ځمکې له سره نیولې بیا د لمر، ځمکې او ستورو تر منځ جاذبې باندې وغږېد او خپل فارمول یې د جاذبې کاینات شموله فارمول وبلل، خو بیا هم دی په خپله په دې قانع وو چې دی د جاذبې په بشپړ مېخانیکیت نه دی پوی شوی. د نیوټن نظریه تر ډېرې مودې د تیوري له اړخه منطقي او په ریاضیکي فورمولونو منظمه نظریه وه چې یوه پېړۍ وړاندې انشټاین د فزیک دوې بنسټیزې تیوریانې وړاندې کړې، په یوه کې انشټاین ویل چې په یوه غیر تجعیل اخیستونکي سیسټم کې د فزیک ټول قوانین ثابت دي او همدارنګه په تشیال کې د نور منبعې خوځېدو سره سره د هر لیدونکي لپاره د نور سرعت ثابت دی، دلته یې د نور سرعت په تشیال کې نړیوال ثابت سرعت وبلل. د تیوري په بله برخه کې انشټاین د یوې کايینات شموله جاذبې په اړه وغږېد چې دا جاذبه یې د وخت فضا هندسي خواصو بدلون وبلل.

ماکس پلانک د نیوټن جاذبې تیوري ته په کتو د ځینو تفاضلي معادلاتو له ریاضیکي محاسبې وروسته د انشټاین تیوري لمړۍ برخه د نسبیت خاصه تیوري «خاصه ځکه چې دلته سرعت او دحرکت لوری ثابت فرض شوی» او دویمه یې د نسبیت عامه تیوري وبلله.

انشټاین وویل چې په ټولو کايیناتو باندې د وخت فضا ټوکر غوړېدلی چې که هر وخت دا ټوکر منحني یا ګونځې شي په دې مانا ده چې یوه بهرني عامل د ټوکر شکل بد کړی، انشټاین وايي چې یوه کتله یوازې هغه وخت لیدل او اندازه کېدای شي چې د وخت ـ فضا ټوکر منحني کړي.

د دې کار لپاره هغه ټوکر یا څادر په پام کې ونیسئ چې تاسې یې له ونې  د را توېدونکيو توتانو د را ټولو لپاره تر ونې لاندې نیسئ، دلته ټوکر تر هغه وخت خپله بڼه نه بدلوي چې توت پکې را و نه لوېږي، کله توت پکې را ولوېدل د ټوکر بڼه بدله یا په منځ کې ژوره کېږئ چې همدا ژورتیا په اصل کې د ټوکر انحنا ده، اوس چې کله تاسې نور توت را ټکوهئ، توت د څادر بلې غاړې ته نه بلکې همدې سیمې ته ځي چې منحني یا ژوره شوې، په دې مانا چې اوس دې منحني جاذبه پیدا کړې او توت ځان ته را کاږي کنې د ځمکې جاذبه خو د څادر په ټوله سطحه یو شان ته ده.

بله بېلګه یې دا ده چې که تاسې په حوض کې د ارامو اوبو سطحه د وخت فضا منحني فرض کړئ او اوبو ته یو کاڼی ور واچوئ، په دې کې کاڼی لمړی د اوبو سطحې هغه برخه چې کاڼی پکې لوېدلې منحني کوي او بیا همدا انحنا شا او خوا څپې غوړوي چې بالاخره دا څپې بیا د حوض غاړې ته را رسېږي، جاذبه څپې هم په همدې مېخانیکیت د وخت فضا له منخني پروېوزي او په خپل مسیر کې او وخت-فضا ټوکر اغېزمن کوي.

د لمر په واسطه د وخت فضا منحني شوی ټوکر او ګونځې چې ځمکه پکې د را څرخېږي

دی په دې نظریه کې وايي چې یوازې دری بُعدي فضا د جاذبې برخه نه، بلکې وخت هم په دې ټوکر کې ورسره مل دی. دی وايي چې لمر د یوې سترې کتلې په حیث د وخت- فضا ټوکر منحني او ګونځې کړی چې ځمکه او نورې سیارې په همدې ګونځو کې را ګير او شا او خوا را ګرځي چې مونږ همدې ګونځو ته کړۍ یا مدار وايو.

دا حالت د ځمکې په سر هم د هرې کتلې لپاره صدق کوي، که تاسې د بام له سره کښته ټوپ را اخلئ؛ نو تاسې د وخت- فضا ټوکر د توتو هماغه څادر په څېر درسره منحني کوئ او په حقیقت کې تاسې د هغه توت په څېر د همدې منحني مرکزي ژورې ته د لوېدو په خوا روان. همدارنګه کله چې په کايیناتو کې بره د سترو کتلو یو ځایوالي کومه حادثه را منځ ته شي ؛نو نوې کتله د وخت- فضا ټوکر منحني، جاذبه را منځ ته او د وخت فضا ټوکر او ګونځې کړي، که حادثه ډېره ستره وي، دا ګونځې د کايیناتو په وخت فضا ټول ټوکر کې باید د څپو په بڼه احساس شي، دغه ګونځې چې د څپو بڼه لري د جازبه څپو په نامه یادېږي. په فضا کېد دوو کتلو په واسطه د وخت فضا کونځې شوی ټوکر او جاذبه څپو را منځ ته کېدل، د دې لپاره چې د انشټاین دا نظریه کره ثابته کړای شي؛ نو یواېنی لابراتواري ثبوت به یې دا وي چې د وخت- فضا ټوکر له انحنا خپرېدونکې ګونځې یا جاذبه څپې و پېژندل شي، د دې چارې لپاره باید د دری بُعدي اکس، وای او زیډ فضا تر څنګ باید څلورم فکټور یا د دې تیوري په اصطلاح څلورم بُعد چې وخت دی د یوې جاذبه څپې په واسطه مختل شي.

 د انشټاین پر اساس جاذبه څپې چې د نور په چټکتیا حرکت کوي له فضا د تېرېدو په وخت باید فضا پراخه یا تنګه کړي. د دې حادثې د پېژندنې او لابراتواري ډېټا د ثبت لپاره له کلونو را هیسې په وار وار هڅه شوې خو یوې یې هم د لایګو په اندازه مثبته نتیجه نه ده ورکړې.

 

په لایګو کې څنګه جاذبه څپې وموندل شوې؟

لکه چې وویل شول جاذبه څپې تر هر شي تېرېږي؛ نو مستقیمه پېژندنه یې سخته ده چې د څپو د تېردودو په وخت کې اندازه کوونکې اله په خپله هم له څپو د چاپېریال په څېر اغېزمنه کېږي، ځکه باید د اندازه‌ګېري بېل سیسټمونو په بېلو ځایونو کې ولګول شي، دوئ ته د نور رسېدلو متفاوت وختونه وڅېړل او بیا د دوی په واسطه اندازه شوي واحدات یو له بله سره پرتله او له توپیره یې د څپو شتون وموندل شئ. د لایګو لابراتوار چې د جاذبه څپو لیزري تداخُل سنج لابراتوار مخفف دی د جاذبه څپو اندازه کولو لپاره لومړی له وتونکي منبعې یو لېزري نور په دوو برخو وېشي، دا نور له په دوو پایپونو له منځه چې ۴ کیلومټره اوږدوالی یوې اینې ته رسېږئ چې له هيندارې سره تر تصادم وروسته بېرته منعکس او اصلي منبع ته راځي.

 اوس که چېرې جاذبه څپې په دې سیمه باندې عمل وکړي، د اینې او منبع تر منځ فضا به یا پراخوي او یا تنګوي چې په دواړو حالاتو کې به نور منعکسه نور له خپل عادي وخته په متفاوت وخت کې بېرته منبع ته را رسېږي. لایګو دا ډول دوه تايسیسات په لوزیانا او واشنګټن ایالتونو کې لري.

 

د لایګو لابراتواري چوکاټ

د امریکا ساینس بنسټ اداره چې د لایګو تمویلوونکې اداره ده وايي چې دوئ دا څپې لومړی د ۲۰۱۵ په سپټامبر کې پېژندلي او بیا یې د ډېټا له دقیقې محاسبې وروسته د فبروري په یوولسم دا اعلان وکړ چې دوئ په کايیناتو کې د دوو بلېک‌هولونو د یو ځای کېدو په ترڅ کې خپرېدونکې جاذبه څپې پېژندلي، بنسټ وايي چې دا حادثه بره په کايیناتو کې ۱،۳ بلیونه نوري کاله لرې را منځ ته شوې ده او د دغو بلېک‌هولونو کتلې زموږ د شمسي نظام تر لمره ۳۰ برابره سترې وې چې د لمر کتلې درې برابره کتله یې په جاذبه څپو اوښتې. بنسټ وايي چې دا جاذبه څپې د لایګو لابراتوارونو د ۷ ملي ثانیو په تفاوت سره ثبت کړې دي.

د جاذبه څپو د پېژندنې په تايید سره به له یوې خوا په فزیکي اندازه‌ګیري کې د څلورم بُعد شتون کره شي او له بلې خوا به له کايیناتو زموږ مطالعې نوې او مستقیمه بڼه غوره کړئ. له دې مخکې به بره په کايیناتو کې را منځ ته کېدونکې حادثې د الکټرومقناطیسي څپو له پېژندنې مطالعه کېدای شي دا ډول د حوادثو نېغ په نېغه مطالعه نه وه. همداراز که چېرې ساینس‌پوهان په دې وتوانېږي چې د جاذبه څپو پېژندنې لا حساس الې جوړې کړي؛ نو کېدای شي موږ هغو مالوماتو ته مستقیم لاسرسي پیداکړو چې د جهان د پیدایښت په وخت کې څه تېر شوي؟ په دې هیله چې د جاذبه څپو ساینس دا نوی څپرکی د بشریت هوساینې تر څنګ د ځان او شته نړۍ په ښه پوهاوي کې موږ سره مرسته وکړئ. د نور سرعت ته نږدې سرعتونو کې خاصه تیوري ده.

 

د اجراييوي برخې کورنۍ سياسي چارې ولشمسر غني ته پرېږدئ!

Apr 01, 2020 29

پيغام د افغانستان نوي پارلمان استازو ته وړاندې کوم، چې ډېرى يې لوستي او پوه ځوانان دي. زما په نظر د افغانستان په تاريخ کې لومړنى ځوان، د پخواني دستور خلاف د قومي متنفذينو او [...]

زلمي خليل‌زاد ته!

Mar 23, 2020 29

وايي د خليلزاد پلرنى ټاټوبى شين لغمان دى. پلار يې د ظاهر شاه بابا په وخت کې دولتي مامور و. د دندې لپاره مزارشريف ته لاړ او خليلزاد هم همالته په ۱۹۵۱ زيږديز کال کې وزيږېده.

پوهېږئ؛ چې نوی کال څنګه پيل کړو؟

Mar 20, 2020 29

خو له بده مرغه  چې ۹۵ سلنه کسان په ځانګړي ډول ځوانانو د کال په جریان کې هېڅ مشخص اهداف نه لري، دوی ټول کال بې هدفه تېر کړی وي، یا د هدف په ارزښت نه پوهېږي او یا دا چې ورته مهم نه [...]

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک