افغان جګړه او د امریکا بدلېدونکې تګلاره
افغان جګړه او د امریکا بدلېدونکې تګلاره
د سټراټېژیکو او سیمهیزو څېړنو مرکز
د افغان جګړې په اړه د امریکا په دننه کې نظر ورځ تر بلې منفي کېږي، امریکایي رسنۍ په دې اواخرو کې چې یوه لور ته د سولې خبرې د بل هر وخت په پرتله حساس پړاو ته داخلې شوې او بل لور ته په افغانستان کې د امریکا د ماتې، زیاتو لګښتونو، مرګژوبلې او بې پایلې جګړې په اړه مطالب خپروي، تېره اوونۍ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور خپور کړ چې سپینې ماڼۍ بیا بیا خپل ملت ته د افغان جګړې په اړه درواغ ویلي، په دې اړه دوه زره پاڼې اسناد هم د واشنګټن پوسټ لاس ته ورغلي چې امریکايي چارواکي یې لا زیات د افغانستان په تړاو تر فشار لاندې راوستلي دي.
امریکايي رسنۍ بیا بیا دا وايي چې امریکا په افغانستان کې د دومره لګښتونو، مرګژوبلې او دوامموندونکې جګړې په بدل کې حالت نه یوازې د ښه کېدو لور ته نه ځي، بلکې طالبان زورور او ښکرونه يې لوی شوي دي، د ټول هېواد له ۵۰ سلنې زیاته خاوره یې په کنټرول کې راوستې، د امریکا له حمایته برخمن حکومت کمزوری شوی، فساد زیات شوی، بشري حقونه تر پښو لاندې شوي او هيڅ داسې څه نهشته چې امریکا یې نړۍ او امریکايي ولس ته د یوې لاستهراوړنې په توګه وړاندې کړي.
پر افغانستان د امریکا برید او د دې برید پایلې څه وې؟ د واشنګټن پوسټ له لوري خپور شوی راپور او د امریکا بدلېدونکې تګلارې ته کتنه هغه څه دي چې د دې اوونۍ په تحلیل کې مو پرې شننه کړې ده.
پر افغانستان د امريکا برید ته ځغلنده کتنه
پر افغانستان د شورويانو د يرغل پر مهال، افغان ولس او امریکا د ګډ دوښمن له کبله یو بل ته نږدې شول او امريکا د شورویانو پر ضد پاڅېدلو جهادي خوځښتونو سره مرستې کولې او په پایله کې شوروي اتحاد په افغانستان کې ماتې وخوړله او د شوروي اتحاد د ړنګېدو له کبله نه یوازې دا چې د برلين دېوال ونړېد، بلکې ډېر نور هېوادونه هم خپلواک شول، خو په بل اړخ کې د شورویانو له وتلو سره په افغانستان کې د کورنۍ جګړې لمبې اوچتې شوې چې په پایله کې یې د طالبانو امارت جوړ شو؛ نو ځینې عربان د اسامه بن لادن او د ده د ملګرو په شمول په افغانستان کې مېشت وو چې تر طالبانو وړاندې د استاد رباني حکومت پناه ورکړې وه.
په ۱۹۹۸مېلادي کال کې د طالبانو او د امریکا تر منځ او بیا د طالبانو او سعودي تر منځ د اسامه پر سر شخړې پيدا شوې چې له کبله یې څو ځله د امریکایانو له خوا پر افغانستان توغنديز بریدونه هم وشول، خو وروسته چې په امریکا کې د سپټمبر ۱۱مېلادي بریدونه وشول، یو ځل بیا د اسامه پر سر شخړې زور واخيست او امریکایانو په همدې پلمه چې دغه بریدونه په افغان خاوره کې د اسامه له لوري پلان شوي پر افغانستان يرغل وکړ.
د جګړې پایلې
امریکا طالبان له واکه لرې کړل، خو دې ډلې افغانستان کې اوږدمهالې جګړه پیل کړه. د افغانستان جګړه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه ده. اوس چې د امریکا پر جګړې ۱۸کلونه تېرېږي، د امريکا د دفاع وزارت د شمېرو له مخې، يوازې ۲۳۸۶ امریکايي سرتېري په دې جګړه کې وژل شوي او لسګونه زره نور ټپيان شوي او د امریکا لخوا پرې تقریباً یو ټریلیون ډالره مصارف هم راغلي دي، خو نه د دوی په اصطلاح «ټروريزم» ختم شو، نه طالبان! نه يېهم افغانستان ته سوله راوړه او نه يې هم د یوه باثباته نظام بنسټ کېښودلای شوای، بلکې دلته پر دې نظام د نړۍ تر ټولو د فاسد هېواد نښان لګېدلی، په مخدره موادو کې د نړۍ ۹۰ سلنه تقاضا پوره کوي او ورځ تر بلې پکې امنيت او ثبات خپل ځای ناامنيو او بېثباتي ته پرېږدي چې تر اوسه پورې لسګونه زره افغانان پکې شهیدان شوي او لا دوام لري.
د واشنګټن پوسټ له لوري خپاره شوي راپور ته کتنه
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغان جګړې په اړه د محرمو اسناد په را برسېره کولو سره ادعا کړې ده چې په تېرو ۱۹ کلونو کې امریکایي حکومتونو د افغان جګړې په اړه خپلو خلکو ته په مکرر درواغ ویلي دي. په دغه راپور کې راغلي، «د امریکا جګپوړي سیاسي او پوځي چارواکي په بېلابېلو پړاوونو کې پوهېدل چې افغان جګړه نور د ګټلو نه ده، خو خپل ولس ته یې داسې پیغام ورکاوه چې ګواکې هلته هر څه سم روان دي.» دغه اسناد کابو ۲۰۰۰ پاڼې دي او د هغې فدرالي پروژې برخه دي چې د افغان جګړې د ناکامیو او نیمګړتیاو د ارزونې لپاره ترسره شوې وه.
په دغو اسنادو کې له جګپوړيو امریکایي پوځي جنرالانو، ډیپلوماټانو، خیریه کارکوونکيو او افغان چارواکيو سره مرکې شوې دي. جنرال ډګلس لوټ د جورج بوش او بارک اوباما په واکمنیو کې د افغان جګړې په برخه کې د سپینې ماڼۍ یو مهم سلاکار پاتې شوی. نوموړي په خپله مرکه کې داسې ویلي؛ «امریکایان اصلاً په افغانستان کې په دې نه پوهېدل چې هلته څه کوي او د څه تر لاسه کولو لپاره افغانستان ته تللي. دی زیاتوي، د امریکا د دفاع وزارت، د بهرنیو چارو وزارت او کانګرس چارواکي د افغان جګړې په اړه یوه خوله نه وو.»
د امریکا د دفاع وزارت د شمېرو له مخې، له ۲۰۰۱ مېلادي کال راهیسې کابو ۷۷۵۰۰۰ امریکایي پوځیانو په افغانستان کې ماموریت ترسره کړی دی او ځینې یې تر یو ځل ډېر هلته تللي. له دې ډلې شاوخوا ۳۰۰۰ وژل شوي دي او تر ۲۰ زرو ډېر افغانستان کې د ماموریت پر مهال ټپیان شوي. که څه هم د دې کسانو هویت نه دی ښوول شوی، خو ګڼو کسانو په خپلو څرګندونو کې د افغان جګړې او د امریکا پر ناپوهي او ناسمو تګلارو او پرېکړو سختې نیوکې کړې دي.
په خپرو شویو اسنادو کې راغلي چې د افغان جګړې د ارزونې او پلټنې دې فډرالي پروژې جوته کړې ده چې د امریکا درې ولسمشران «جورج بوش، بارک اوباما او اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ» په افغان جګړه کې پاتې راغلي او دوی هم په دې باندې پوهېږي چې دغه جګړه دوی بایللې. همدارنګه دوی په افغانستان کې د فساد په مخنیوي، د افغان امنیتي ځواکونو په سمه روزنه او سمبالښت او د نشیي توکيو د کرکېلې په ختمولو کې پاتې راغلي. په دغو اسنادو کې راغلي چې امریکایي پوځي او سیاسي چارواکيو په لوی لاس د افغانستان وضعیت په اړه خپلو خلکو ته درواغ ویلي او هڅه یې کړې چې خپلې نیمګړتیاوې او ناکامۍ پټې او د بري ادعاوې وکړي.
پایله
د امریکایي چارواکيو له کړونو او څرګندونو خو داسې مالومېږي، دوی په افغانستان کې دې پایلې ته رسېدلې چې د خپلو موخو د پاللو لپاره د جګړې په ډګر کې له ماتې سره مخ دي، دوی له دې وېرېږي چې د پخواني شوروي اتحاد تجربه تکرار نه کړي؛ نو دې پایلې ته رسېدلي چې خپله تګلاره کې ژور بدلون راولي، له طالبانو سره د جوړجاړي، د خپلو ځواکونو د ایستلو او یا هم کمولو او نورو بدلونونو له لارې غواړي په افغانستان کې خپله تګلاره بدله کړي.
دا چې دا بدلون به څه ډول وي او امریکا به خپلې ګټې څنګه خوندي کوي، دا جلا بحث دی، خو اوس په کار ده چې افغانان د دې تګلارې له بدلون سره یو داسې بدلون ته لاره هواره کړي چې دلته د څلورو لسیزو دوامدارې جګړې ته د پای ټکی کېښوول شي او ځای یې سوله ونیسي. د دې لپاره لومړنی کار دا دی، چې نور باید له افغانانو سره دوښمني، کرکه او جګړه چې په هر نوم وي، ختمه شي. هغوی چې له امریکا سره په دوستۍ کې له خپلو خلکو سره په تېرو اتلسو کلونو کې په دوښمني کې وو، دا حالت باید نور ختم کړي. امریکا له طالبانو سره یوې هوکړې ته د رسېدو په موخه له هرې ممکنې لارې کار اخلي دوی به له طالبانو سره یوې هوکړې ته رسېږي چې دا حالت د افغان جګړې بېرونی اړخ دی، چې تر سره کېږي او په دې سره بین الافغاني خبرو اترو ته لاره هوارېږي؛ نو د بین الافغاني خبرو اترو د پیل او کامیابېدو لپاره ټول دخیل اړخونه «طالبان، حکومت او احزاب» د خپل خدای او ملت پر وړاندې مسوولیت لري چې د څلوېښت کلنې پردۍ جګړې ټغر چې په افغانانو باندې تپل شوې ده نور له خپلې خاورې ټول کړي له دې فرصته داسې استفاده وکړي لکه څنګه یې چې په ۲۰ مه پېړۍ کې روسانو او په ۲۱ مه پېړۍ کې امریکایانو ته د جګړې په ډګر کې تاریخي درس ورکړ دا ځل د سیاست په ډګر کې هم دا ثابته کړي چې افغانان په سیاست کې هم تاریخونه جوړولای شي.
0 دیدگاه