پر افغانستان د شوروي اتحاد پوځي يرغل
پر افغانستان د شوروي اتحاد پوځي يرغل
لومړی برخه
شهسوار سنګروال
ګروميکو، ښايي د نشې په حال کې له برژنفه د «ودکا» د شرابو د څښلو په هکله پوښتي وي چې ولې روسان د «ودکا» په څښلو روږدي دي؟
هغه هم ورته په ډېر وياړ دغه ځواب ورکړ چې «روسان پرته له «ودکا» ژوند نهشې کولای، ځکه خو دوی ودکا څښي؛ نو ده ځانګړی ټينګار وکړ چې ګني دی هم پرته له هغو ژوند نهشې کولای۱»
هغه مهال د مسکو چارواکيو وپتېله چې سرې لښکرې پر افغانستان باندې يرغل ته چمتو کړي، د يوې غونډې په ترڅ کې چې برژنف د تل په څېر داسې د ودکا په څښلو نېشه شوی و چې ځان يې نهشوای ټينګولای، خو همدا به يې له خولې وتل چې «کثيف انسان.»
ده چې ځان يې نهشوای کابو کولای په داسې وخت کې دا خبره کوله چې د ګروميکو تر مشري لاندې چې اوسټينوف، انډروپوف او يو شمېر نور هم په غونډه کې حاضر وو، ده د خبرو په لړ کې چې برژنف قدم واهه او ګروميکو به هم کله کله تر مټ ټينګ کړ چې و نه غورځېږي؛ نو په غوږ کې يې ور وڅڅوله؛
«امين ډېر خطرناک انسان دی، «اوليانوفسکي» چې د نړيوالې ادارې مرستيال و، ده هم په دې غونډه کې ګډون درلود، ده په دې اړه ويلي دي؛
«برژنف نږدې وه چې څو وارې وولېږي، خو ګروميکو به بېرته کېناوه، ولې په غوږ کې به يې ورته ويل نوي اطلاعات مو تر لاسه کړي دي او داسې ښکاري چې امين څومره خطرناک انسان دی؟۲» کله چې دغه ډله په سر کې د شوروي اتحاد د کمونسټ ګوند عمومي منشي برژنف و، دې پرېکړې ته ورسېدل چې په افغانستان به د امين پر وړاندې وسلهوال بريد کوي.
هغه وو چې؛ «د ډيسمبر په ۲۴ نېټې د شوروي اتحاد د پوځونو لومړۍ ډله د هوا له لارې افغانستان ته ورسېده۳» لکه څنګه چې شوروي په پټو سترګو له خپلې سياسي وېرې دې ته بډې را ووهلې چې په افغانستان پوځي يرغل ته لاره پرانېزي. همدارنګه امريکا هم له دې وېرې چې ايت الله خميني د ايران د شاهي نظام «۱۹۷۹ کال» چې د امريکا متحد و، ړنګ کړ، خواشينی و.
که د واشنګټن چارواکي په پهلوي شهزادهګانو خپه و، خو مسکو واکمن د ايران «تودي» ګوند ته خواشيني وو چې څنګه کولای شي چې له يوې خوا د تودهيانو سياسي هلې ځلې له ګواښ سره مخ نهشې او له بلې خوا د «ثور انقلاب» وژغوري؟
دوی دې پرېکړې ته ورسېدل چې پر خپل پوځي يرغل به هم د افغانستان نظام وساتي او هم به د ايران اخوندان په دې ووېروي چې د «تودي کمونسټ» ګوند له ځپلو لاس په سر شي. دلته دی چې جنرال کريلوف ته دنده وسپارل شوه چې د افغانستان د کړکېچ په تړاو مالومات وړاندې کړي.
هغه چې له ۱۹۷۵ کاله تر ۱۹۷۹ ز کال پورې په افغانستان کې پوځي سلاکار و د افغانستان د پوځي او سياسي حالاتو په تړاو د شوروي د بهرنيو چارو وزير ګروميکو، د کېجېبي رييس انډروپوف، د دفاع وزير مارشال اوسټينوف لوی درستيز جنرال اګارکوف، د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال کرنينکوف او تورن جنرال اېوانوف ته په يوه غونډه کې بشپړ مالومات وړاندې کړل، موروزوف هم په شوروي سفارت کې «۱۹۷۵ – ۷۹» د کېجېبي د مدير د مرستيال په حیث کار کوه، د ډيسمبر له لومړۍ نېټې تر ۲۴ نېټې پورې دا ډول پرلهپسې غونډې روانې وې.
په پای کې مارشال استينوف د ډيسمبر پر ۲۴ نېټې د ورځې په پيل کې د شوروي د دولتي او ګوندي چارواکيو پرېکړه اعلان کړه چې په افغانستان به پوځي يرغل کوي.
همدا لامل و چې د يوې پوځي ډلګۍ له لېږلو سره جوخت «اين ۱۲، اين ۲۲» الوتکو د کابل په هوايي ډګر کې الوتنې پيل کړې، د ګوند غړيو اعلان وکړ چې د کابل ښاريان دې خپلو کړکيو ته پردې واچوي چې بهر ته څه و نه ګوري دا څومره وړه او غولوونکې سياسي خبره وه چې شوروي سلاکارانو افغان چارواکيو ته په غوږ کې ايښې وه او هغو هم په کڼو غوږو او پټو سترګو دا ناره راپورته کړه چې پردې واچوئ او د «الارم» له غږولو سره ځانونه عيار کړئ… يانې څه؟ يانې؛ دا چې د شوروي اتحاد يو غولوونکی سياست!!
شوروي اتحاد، په همدې پلمه د کندهار او شينډنډ په هوايي ډګرونو کې جنګي الوتکې ځای پر ځای کړې او د پنځهزرو په شاوخوا کې وسلهوال ځواکونه يې چې په سپکو او درنو وسلو سنبال وو د ډيسمبر په ۲۷ نېټه په هوايي ډګرونو کې مېشت کړل. په همدې ماښام د اووه بجو په شاوخوا لومړی پر راډيو افغانستان بريد وشو او بيا د تاجبېګ ماڼۍ تر اور لاندې راغله. موږ وړاندې وويل چې د امين په ګډون د ګوند او دولت چارواکي مسموم شوي ول. ما ته «ليکوال» د راډيو ټلوېزويون يوه کېمرهمين چې صديق نومېده له «عمر» سره يو ځای د همدې ماښام د شپږو بجو په شاوخوا کې را ته وويل؛
موږ چې د غونډې انځوروند د غونډې پر ځای کې کره کول ومو ليدل چې د حفيظ الله امين په څېره کې داسې څه برېښېدل چې موږ ته يې داسې اندېښنه پيدا کړه چې دغه تصوير د خپرېدو وړ نه دی. ما د امين صاحب ياور ته وويل چې که امين صاحب ته ووايې چې د کېمرې مخې ته راشي او د «خبر» لپاره يو ښه انځور ترې واخلو. هغه را ته په ترخه او تريو تندي وويل؛ که په نيمه پوهېږې کېمره دې ټوله کړه او له دې ځايه دې پښې سپکې کړه
نور بیا...
0 دیدگاه