د مشرف د اعدام د پردې تر شا څه دي؟
۲ جدی ۱۳۹۸ 693 0 نظر سرخط

د مشرف د اعدام د پردې تر شا څه دي؟

د مشرف د اعدام د پردې تر شا څه دي؟

امین مسعودي

د پاکستان پخوانی دیکتاتور ولسمشر پروېز مشرف تېره اوونۍ د یوې ځانګړې محکمې له‌خوا له هېواد سره د خیانت په تور پر اعدام محکوم شو.

له دې سره سم د پاکستان د پوځ مشرانو ژوره خواشیني څرګنده کړه او دا پرېکړه یې د پاکستان لپاره د پروېز مشرف ۵۰ کلن خدمت ته سپکاوی وګاڼه. همداراز په دې هېواد کې پنجابي نشنليسټي او مذهبي ډلو د دغې پرېکړې پر خلاف سرکونو ته راووتل، خو پر قومي نشنليزم ولاړو ګوندونو د محکمې پرېکړه وستایله او د پروېز مشرف د اعدام غوښتوونکي شول.

د دې تر څنګ د پاکستان سر سخت ظاهري دوښمن «هندوستان» پرویز مشرف ته د هندي تابعت د ورکولو اعلان وکړ او دا داسې برېښي چې د پاکستان پوځ یو ځل بیا په دې لټه کې دی چې پر خپل مظلوم ولس تحمیل شوي حکومت ته دوام ورکړي.

اوس پاکستانی پوځ په دې لټه کې دی چې څه ډول هغه کس د اتل او پرښتې لقب ورکړي چې په دې هېواد کې یې له پنجابیانو پرته نور ټول قومونه وځپل، مذهبي اشخاص او ځایونه یي له منځه یوړل، د دوی نصاب یې د ځان په ګټه واړوه، جوماتونو یې بمبار کړل، پښتانه، سنديان، بلوچان او داسې نور قومونه یې ورک کړل.

د پردې تر شا د مشرف دا ظلمونه چې تر ډېره ترې ولس غافل پاتې شوی، د دې هېواد پوځ يې لا د ظلمونو د پټولو هڅه کوي او د دې تر څنګ د پاکستان اسټبلشمنټ په دې لټه کې دی چې څه ډول د پوځ هغه محبوبیت چې په تېرو څو کلونو کې له لاسه ورکړی، یو ځل بیا په دا ډول هڅو سره خپل کړي.

له ۲۰۱۴ را په دې خوا په افغانستان کې جهاد ته د پاکستان پلوو ملېشو هڅول، د کشمیر پر سر له هند سره د پاکستان نمایشي جګړې او پر ډېورنډ کرښه شاوخوا دوه سوره زره پاکستاني عسکرو ځای پر ځای کول هغه ناکامې هڅې وې چې د دوی مغرضې غوښتنې یې بشپړې نه ‌کړې.

په وروستي ځل دوی د مولانا فضل الرحمن په مشري د پاکستان پوځ پلوي ملایان راپورته کړل چې په مرسته یې خپلو موخوته ځانونه ورسوي، خو دا هڅه یې هم له هغه وروسته ناکامه شوه چې ځينې پښتانه ګوندونه په‌کې ورګډ شول.

پاکستانی پوځ ولې داسې کوي؟

د پاکستان پر پوځ داخلي او بهرني فشارونه ډېر شوي، ځکه اوس په دې هېواد کې هغه ټول قومونه چې دې پوځ په تېرو څو لسیزو کې پرې بې‌رحمانه ظلمونه وکړل، د خپلو ورکو کسانو لپاره ترې د عدالت غوښتنه کوي، خو د پاکستان پوځ ورته معقول دلیل نه‌ لري، ځکه دوی دا لسګونه زره کسان وژلي او داسې شواهد هم شته چې د دوی د بدن مهم غړي یې پر نورو هېوادونو په تېره چین پلورلي چې دې نه بښوونکي ظلم یې د نړیوالې ټولنې پام هم ځان ته را اړولی دی او اوس نه یوازې په پاکستان کې، بلکې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې فعالان د پاکستاني پوځ له لوري ځپل شویو قومونو لپاره د حق غوښتنه کوي چې دا پر پاکستاني پوځ یو ډول غیر مستقیم فشار دی او اسټبلشمنټ اوس له داسې لارو چارو کار اخلي چې د دې فشار د کمولو لپاره له ملایانو، د «مطالعه پاکستان» پلوو قومي مشرانو او ځوانانو استفاده وکړي، ځکه دا کسان لا هم په ډېرو قومونو او ګوندونو کې پراخ نفوذ لري.

د پاکستان پوځ په دې هڅو سره غواړي لومړی هغه ظلمونه چې دوی یې یوازې پر ځان تورونه بولي، ناسم ثابت کړي او په دې سره په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې خپل قدرت لا پیاوړی کړي څو پره مرسته یې په دې سیمو له شته زېرمو او نورو امکاناتو د خپل ځان په ګټه کار واخلي.

که څه هم د مذهبي ډلو ملاتړ له دوی سره دی، خو د دې تر څنګ دوی په قومونو کې هم خپل لاس‌پوڅي ګمارلي دي چې که په غوڅ ملاتړ د مشرف په پلوۍ مټې رابډوهي، له پوځ سره به مرسته وکړي چې په نړیوال سټېج کې ورته برات ورکړي او دا دوی ته دا مانا لري چې غیر پنجابي اقوام هم په پاکستان کې د پوځ له سیاست سره همغږي دي.

د محکمې پرېکړه

که څه هم دوی په پیل کې تمه لرله چې ولس به مشرف ته د اعدام له حکم سره د محکمې پر ضد غبرګون څرګند کړي، خو په عمل کې د دوی د تمې خلاف غبرګونه راپورته شول او په پراخ ډول د محکمې له حکم څخه ملاتړ اعلان شو. دا چې د پوځ «A» پلان بریالی نه‌شو، پوځ محکمې ته د «B» پلان وړاندیز وکړ چې که مشرف مړ وي، جسد یې باید په «ډي چوک» کې د درې ورځو لپاره راوځړول شي او دا هغه د عمران خان او اصف غفور په غوښه غوښتنه ده چې د خلکو ذهنیت پر ضد جوړ کړي، خو ولس له وخت مخکې کوم غبرګون نه‌ دی څرګند کړی.

افغانانو لپاره څه په کار دي؟

د دواړو خواوو افغانان باید له دې پرېکړې پراخ هر کلی وکړي، ځکه په دې سره به له یوې خوا د شهید ډاکټر نجیب الله روح ارام شي او د دې تر څنګ به پاکستان کې او نړۍ کې د دې هېواد د پوځ محبوبیت کم ښکاره شي.

څومره چې د پاکستان پوځ قدرت کمېږي په همغه کچه زموږ په هېواد کې د هغه طالبانو چې له پیله یې د پاکستان ملاتړ ورسره دی، کمزوي کېږي او ورته مهال یې په خیبر پښتونخوا کې هم د ظلم لاسونه لنډېږي.

د اجراييوي برخې کورنۍ سياسي چارې ولشمسر غني ته پرېږدئ!

Apr 01, 2020 29

پيغام د افغانستان نوي پارلمان استازو ته وړاندې کوم، چې ډېرى يې لوستي او پوه ځوانان دي. زما په نظر د افغانستان په تاريخ کې لومړنى ځوان، د پخواني دستور خلاف د قومي متنفذينو او [...]

زلمي خليل‌زاد ته!

Mar 23, 2020 29

وايي د خليلزاد پلرنى ټاټوبى شين لغمان دى. پلار يې د ظاهر شاه بابا په وخت کې دولتي مامور و. د دندې لپاره مزارشريف ته لاړ او خليلزاد هم همالته په ۱۹۵۱ زيږديز کال کې وزيږېده.

پوهېږئ؛ چې نوی کال څنګه پيل کړو؟

Mar 20, 2020 29

خو له بده مرغه  چې ۹۵ سلنه کسان په ځانګړي ډول ځوانانو د کال په جریان کې هېڅ مشخص اهداف نه لري، دوی ټول کال بې هدفه تېر کړی وي، یا د هدف په ارزښت نه پوهېږي او یا دا چې ورته مهم نه [...]

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک