افغانستان د اداري فساد ځاله
افغانستان د اداري فساد ځاله
لومړۍ برخه
فیض محمد ځدراڼ
په ۲۰۰۳ مېلادي کال کې د اکټوبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې د اداري فساد پر وړاندې د کنوانسیون تر تصویب وروسته د ډیسمبر میاشتې په نهمه نېټه د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د ورځې په نوم و نوموله چې هر کال دغه ورځ د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې نمانځل کېږي. تېره اوونۍ کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ورځ په هېواد کې ونمانځل شوه، د دې ورځې په مناسبت مې وغوښتل د اداري فساد پر لاملونو او د افغانستان د ښکېلتيا په اړه د اداري فساد پر قضایاوو کې خپل نظریات د درنو لوستونکيو سره شریک کړم.
که څه هم د فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره د فساد مختلفو بڼو ته په کتلو ترې ارزونه کېږي، خو د قاطع مبارزې لپار په کار ده چې په هره کچه فساد باید له قانوني چلند سره مخ شي. له دې کبله ښه به دا وي چې لومړی د فساد لپاره یو عمومي تعریف ولرو.
«هر هغه کړنه چې په سازمانونو کې د قانوني پړاوونو پرته د یو یا څو لوریو تر منځ د شخصي ګټو لپاره کېږي او له امله یې د قانون خلاف کړنو ته لاره برابروي اداري فساد ګڼل کېږي. او یا په بل مفهوم فساد هغه څه ته وایي چې پکې د وګړيو ټولنیز، سیاسي او اقتصادي حقوق تر پښو لاندې کېږي.»
پورته تعریف ته په کتو اداري فساد په یوه برخه کې نهشو خلاصه کولای، لکه څنګه چې دا ښکارنده په سازمانونو او ادارو کې د ۲۱ مې پېړۍ له مشهورو پدیدو ګڼل کېږي، همدا رنګه مختلفې بڼې لري چې نظر په شرایطو او قوانینو په ټولنو کې مختلف چلند یې پر وړاندې کېږي.
په پرمختللو هېوادونو کې لکه ځينې اروپایي هېوادونه، متحده ایالات، کاناډا او یو شمېر اسیایي هېوادونه لکه جاپان، سنګاپور او هانګ کانګ د اداري فساد کچه ډېره ټيټه ده. لامل یې دا دی چې په دغو هېوادونو کې دولتونو د قانوني پړاوونو لپاره ځانګړې پالیسۍ او سیسټمونه جوړ کړي چې له مخې یې په مختلفو سطحو کې اداري چارې سیسټم محوره دي او څوک نهشې کولای د سیسټم له اجازې پرته قانوني مراحل مخکې یوسي. د فساد له پلوه په دویمه درجه هېوادونو کې لکه هند، کوزوو، برازیل، اندونیزیا، ټايلنډ او… هېوادونو کې بیا قانوني پړاوونه په سازمانونو او اداراتو کې نیمه سیسټممحوره دي چې له امله یې کسان کولای شي د سیسټم په مرسته قانوني پړاوونه په ځينو برخو کې په خپله ګټه وکاروي.
په وروسته پاتې هېوادونو کې لکه سومالیا، سوریه، افغانستان، سوډان او… هېوادونو کې بیا اصلاً قانوني پړاوونه د سیسټم له لارې نه پلي کېږي او یا هم سیسټم په نمونوي شکل جوړ شوی وي چې کسان په ټولييز ډول سیسټم ته لاسرسی لري او حتیالامکان د قانوني پړاوونو کنټرول د کسانو په لاس کې وي. له دې سره سم د هرې چارې لپاره مختلفې لارې چارې موجودې وي چې کسان یې په خپله خوښه ټاکلای شي. په دې برخه کې غواړم په افغانستان کې د اداري فساد پر سببونه او اړخونو باندې کتنه وکړم او حللارې یې وړاندې کړم.
د موقتې ادارې د تشکیل نه را وروسته اداري فساد هغه څه ده چې د افغانستان حکومتولي او نړیوالې مرستې یې ننګولي او هر کال کله چې د روڼتیا نړیوال سازمان کلنی لیسټ خپروي؛ نو د افغانستان نوم یې په اداري فساد کې د ککړو هېوادونو په سر کې وي. له همدې کبله نړیوال ملاتړي او مرسته کوونکي تل د خپلو مرستو د ضایع کېدلو اندېښنه لري. د موضوع د لا وضاحت لپاره کولای شو لاندې برخو ته اشاره وکړو؛
۱.ضعیف ملي حاکمیت
ملي حاکمیت د قانونمدي او فساد سره د مبارزې معتبره نسخه ګڼل کېږي. لیکن په تېرو اتلس کلونو کې افغانستان د ملي حاکمیت له پلوه په ډېر بد وضعیت کې وه او لامل یې هم د موازي قدرتونو شتون، حزبي او تنظیمي اړیکې، جګړه، د محلي زورواکيو شتون، د مخدره توکيو مافیا او د حکومت کمزورتیا بلل کېږي چې پورتنیو فکټورونو پر ملي حاکمیت شدیده اغېزه کړې. له همدې کبله فساد په پراخه کچه په اداراتو کې په یو عادي امر بدل شوی.
۱.د میکانيزمونو نه شتون
فساد سره د مبارزې لپاره د میکانیزمونو جوړول یو عمده اصل ګڼل کېږي. که چېرې په اداراتو کې چارې د مشخصو میکانیزمونو له لارې پر مخ یوړل شي؛ نو د فساد لپاه به زاویه ډېره تنګه کړي. په دې مانا چې که چېرته د اداري فساد د مخنیوي لپاره اداري پروسې لنډې شي او هره پروسه د سیسټم له مخې پر مخ یوړل شي؛ نو کسان به د سیسټم تابع وي او موجودیت به یې یوازې د سیسټم د پر مخ وړلو په موخه وي. د بېلګې په توګه کولای شو په افغانستان کې د پاسپورټ د صدور پروسې او د بانکداري سیسټمونو ته اشاره وکړو.
۳. په اداراتو کې د قانوني پړاوونو کلاسیکه بڼه
د افغانستان په ادارو کې قانوني پړاوونه په کلاسیکه بڼه پاتې شوي دي چې په هره مرحله کې د سیسټم پر ځای کسان د پرېکړې صلاحیت لري. سره له دې پر دغه کاري پروسې دومره اوږدې دي چې که یو څوک وغواړي د خپل ملکیت لپاره قانوني اسناد جوړ کړي؛ نو لازمه ده چې د دغې پروسې لپاره تر لسو ډولو اسناد ترتیب کړي او د ۱۰ نه تر ۱۵ پورې لاسلیکونو ته ضرورت لري. دلته د هر لاسلیک لپاره باید بډه ورکړل شي او د هر سند د ترتیبولو لپاره هم باید پیسې مصرف کړي او هم باید په میاشتو منتظر پاتې شي. د سیسټم او د مشخصو سټراټېژیو نهشتون د دې لامل شوی چې په اداراتو کې چارې په کلاسیکه بڼه پر مخ ولاړې شي او تر ډېره د چارواکيو لاس لرل د کلاسیکې بڼې په ساتلو کې تر سترګو کېږي، ځکه د سیسټم په نهشتون کې د دوی ګټې خوندي دي.
د بېلګه په توګه که یو څوک وغواړي په خپله ځمکه یوه لوړ پوړیزه ودانۍ جوړه کړي د ښاروالي اړوند ناحیې ته مراجعه کوي او د ودانۍ امر د بډې د ورکړې په بدل کې اخلي او خپلې ودانیزې چارې په خپله خوښه پيلوي. حال دا چې که سیسټم موجود وي لومړی د غوښتونکي ملکیت چې پخوا په سیسټم کې ثبت شوي د اطمینان لپاره کتل کېږي، وروسته ترې د ودانۍ پلان غوښتل کېږي او پلان باید د تعیین شویو معیارونو مطابق وي چې مخکې له مخکې د ښاروالي له خوا د هرې سیمې لپاره مشخص پلان د متخصصانو له خوا ترتیب شوی وي.
دغه پلان تر هغې پورې نه تاييدېږي تر څو چې پر معیارونو برابر نهشي، وروسته له دې چې په معیارونو برابر شو، په بله مرحله کې د ودانۍ ډیزاین غوښتل کېږي چې ایا دغه ودانۍ د ودانیزو مقرراتو او انجینري معیارونه سره برابره ده که نه. وروسته له دې چې د انجینري په معیارونو برابره شوه د چارو د پيل اجازه ورکول کېږي او د ودانیزو چارو پر وخت یې کنټرولوي چې د مقرراتو نه سرغړونه و نهشي او دا چارې د مختلفو ټیمونو په واسطه صورت مومي. په متحده ایالاتو کې که څوک وغواړي د خپل کور په یوه برخه کې یوه نوې کوټه جوړه کړي؛ نو باید د ښاروالي مربوطه ادارې تصدیق واخلي، حال دا چې په افغانستان کې یو کس «ټيکهدار» چې کافي سواد هم نه لري لس پوړیزه ودانۍ پرته له تخنیکي ډيزاین جوړوي.
نور بیا...
0 دیدگاه