برېښنایي سوداګري
برېښنایي سوداګري
پردېس خان
د انلاین مالي معاملو د تر سره کولو عمل ته برېښنایی سوداګري وايی. انلاین شاپنگ او انلاین پانګه اچونه د برېښنایي سوداګري هغه بېلګې دي چې د انلاین مالي لېږد پروسه ورباندې کېږی. دا د نن سبا خورا عام اصل دی چې محصولات انلاین بڼه سره ارډر کړئ. سټاک واخلئ او وپلورئ، بيلونه ورکړئ او مالي حسابونه انلاین اداره کړئ.
دا په داسې حال کې ده چې، انلاین درغلي یا فراډ ، د کرېډیټ کارت درغلي او د پېژندنې غلا «داسې یو حالت ته وایي چې یو کس د بل کس څېره او شخصي مالومات پټ کړی یا یی لاسته راوړي» ورځ تر بلې په چټکۍ سره وده کوي؛ نو اړینه ده چې د انلاین مالي فعالیتونو په برخه کی مالومات ولرئ، څو د داسې پېښو ښکار نهشئ.
هر وخت د دې امکان شته چې د کرېډیټ کارټ یا د انلاین نورو مالي خدماتو د کارولو په وخت کی یا وروسته مو مالومات د یو چا له لوري غلا شی؛ نو بهتره دا ده چې هر کله انلاین ټرانزيکشن کوئ، اول هڅه وکړئ چې د خوندي ویب د «یوارایل» په لټه کې شئ چې د «اچ ټيټيپي» پر ځای په «اچټيټيپياس» سره وي. هېره مو نه وي چې په عامه وایفای یا هټسپټ سر د نښولو پر وخت هیڅ انلاین ټرانزکشن و نه کړئ تر څو مو چې «ويپيان» نه وي کارولی! انلاین مالي اکونټونه باید مکرر د قوي بدلیدونکيو پاسورډونو په وسيله خوندي شي چې د هر رنګ درغلي وساتل شي.
په ځينو هېوادونو کې انلاین شاپنگ عموماً د دواړه فزیکي محصولاتو د پیرود لپاره ـ لکه جامې، بوټان او همدارنګه د سافټویرونو، فلمونو، او برېښنایي کتابونو چې د انلاین ویبپاڼو له لارې پلورل کېږی کارول کېږي. بل مشهور ډول یې انلاین بولي چې له نورو کسانو د انلاین توکيو د پېرلو خورا عامې لارې دي چې په دې سره پلورونکي د لیلام «اکشن» سایټ کې د پلور لپاره خپل توکي لیسټ «پوسټ» کوي، لکه «ایبي»، د فېسبوک د مارکېټ پلپس برخه او غیره اپلیکېشنونه شته چې په ځینې وختونو کې د لیسټ کولو کوچيني فیس هم ورکړئ او همدارنګه د لیلام یا اکشن سایټ ته کمېشن چې کله توکي وپلورل شي ورکړی.
هر څوک کولای شي د اکشن یا لیلام سایټ ته مراجعه وکړي او د لیلام تر پای پورې په توکيو باندې داوطلبي وکړی. بل یو مشهور، بلکی نسبتاً محفوظه د کسانو پېرود کولو عامه لاره د انلاین محرم اعلاناتو پوسټ کول دی چې د «کریګ لیسټ» سایټ کې پوست شوي دی/کېږي. په دی سایټ کې تاسې کولای شئ چې خپل اعلانونه او توکي د پیر یا پلور لپاره پوسټ کړئ. په ډېرو هېوادونو کې بانکونه نن سبا خپلو پېرودونکيو یا مشتریانو ته د وړیا خدمت په توګه انلاین بانکداري وړاندیز کوي چې پېرودونکي د دې وړتیا ولري چې په خپلو ټول حسابونه چیک کړي، نقدي چکونه وګوري او نور لېږدونه، له لرې واټنه چیکونه وسپارئ، بیلونه په برېښنایی شکل ورکړي او د دوی په بانکي حسابونو پورې اړوند نور فعالیتونه پکی وکړای شي.
نن سبا انلاین بانکداري دوامداره وده کوي چې اکثره وخت یې د کمپیوټر یا سمارټفون له لارې اسانه سره کولی/کنټرولولای شي. همدارنګه انلاین بانکداري عموماً د بانک ویبپاڼې له لارې سرته رسېدلای شي، خو ځینې بانکونه یې بیا د ګرځنده ایپ له لارې کوي ان ځینې بانکونه خدمتونه د پیغام استوني یا اسمس له لاری هم پر مخ وړی.
د بېلګې په توګه که چېرې یو انلاین ټران زکشن وکړي تاته د رسېدو او نور مالومات د پیغام له لاری راځي چې ستاسې بانک مطمین شي چی چا درسره کومه درغلي نه ده کړې.
د سټاک، بانډونو پېرل او پلورل. متقابل فنډونه او د امنیت نور ډولونه د انلاین پانګوونې په حیث پېژندل کېږي چې بیا دا ټوله راکړه ورکړه د برېښنایی سوداګري په نوم را جمعه کېږي. په ټوله کې دا او نور مالومات که څه هم په انلاین شکل او ورځپاڼو کې پیدا کولای شې، خو دي په څېر نور مالومات درته ښایی یو برېښنایي سوداګر یا صرافه تشریح کړای شي.
0 دیدگاه