په ښارمېشتو دې د ونو کېنول او پالل لازمي شي
۲۵ قوس ۱۳۹۸ 668 0 نظر سرخط

په ښارمېشتو دې د ونو کېنول او پالل لازمي شي

په ښارمېشتو دې د ونو کېنول او پالل لازمي شي

 زبیر افغان

ونې کېنول د ګڼو دنیوي ګټو تر څنګ د شریعت له نظره صدقه جاریه هم ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي؛

«عَنْ جَابِرٍ، قَالَ؛ قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: مَنْ غَرَسَ غَرْسًا أَوْ زَرَعَ زَرْعًا، (1) فَأَكَلَ مِنْهُ إِنْسَانٌ، أَوْ طَيْرٌ، أَوْ سَبُعٌ، أَوْ دَابَّةٌ، فَهُوَ لَهُ صَدَقَةٌ.» «مسند احمد، مسند جابر بن عبد الله حدیث نمبر؛ ۱۵۲۰۱»

ژباړه؛ جابر رضی الله عنه ویل، رسول الله وویل؛ که چا ونه کېنوله یا يې کښت وکړ، بیا انسان، مرغه، څیرونکی او یا هر خوځنده حیوان ترې خوراک وکړ، د هغه لپاره به صدقه وي.

په دې اړه یوازې دا حدیث نه دی، بلکې د حدیثو په ذخیره کې خورا زیات حدیثونه روایت شوي دي چې مختلفو اصحابو نقل کړي دي. دغه پورته حدیث له جابر بن عبد الله انصاري روایت دی، یو بل حدیث چې مسند احمد راوړی له انس بن مالک انصاري نقل شوی دی، همداراز له معاذ بن انس الجهني، ام مبشر، ابودرداء، ابو ایوب الانصاري، سايب بن خلاد او یو بل صحابي چې نوم يې نه دی ذکر شوی، دا روایات نقل شوي دي چې کله د مسلم لفظ پکې راغلی او کله بیا مطلق د «من» په لفظ راغلي دي.

له دې ګڼو احادیثو مالومېږي چې په شریعت کې شارع د ونو ښوولو ته زیات تشویق کړی دی چې په تېره بیا مسلمانان يې هم یاد کړي دي او د اخروي ستر ثواب ژمنه يې ورکړې ده. نه یوازې په حدیثونو کې ونې راغلې، بلکې کښت هم یاد شوی او ځينو روایاتو کې د مړې ځمکې ابادونکي ته هم د لوی اجر یادونه شوې ده.

زموږ هېواد په ځینو سیمو کې طبیعي ځنګلونه لري، ځینې سیمې يې په طبیعي ډول د دې لپاره جوړې دي چې زراغت او ونې پکې کېدای شي او نورې پراخې دښتې او دنګ غرونه بیا داسې دي چې د زراعت او ونو لپاره ډېر کار ته اړتیا ده چې هغه سیمې ورته اماده کړل شي، خو له دې سره چې موږ خورا زیاتې اوبه لرو، هېواد مو یو زراعتي نوم لري، په ځینو سیمو کې ښه زیاته واوره کېږي چې سروکال پاکې خوږې اوبه له هغه ځایونو را بهېږي، مګر بیا هم په هغه کچه چې باید وای نه ونې لرو، نه زراعت لرو او له بده‌مرغه نه مو هغه طبیعي زرغونه شوي ځنګلونه پر خپل حال پرېښوول چې وده يې کړې وای او د هوا په صافولو او باران په جذب کې يې خپل رول ادا کړی وای.

ونې نه یوازې دا چې چاپېریال ښکلی کوي، بلکې هوا هم لنده او مرطوبه ساتي، اکسیجن تولیدوي او کاربن اخلي، خرابه هوا پر صافېږي او له وریځو باران جذبوي او خپله د وريځو په جوړولو کې هم ونې او زرغونه فصلونه ډېر مهم اغېز لري.

دې ټول دیني او دنیوي اهمیت ته په کتو زموږ ملت هغه ډول پاملرنه نه ده ورته کړې چې لازمه وه، نه یوازې دا چې په کلیو، بانډو او غرونو کې ونې او ځنګلونه کم لرو، بلکې ښارونه هم ورځ تر بلې پراخېږي، خو ونو ته نه د ملت لازمه پاملرنه شته او نه هم د حکومت.

د «۲۰۱۹» کال د یوه راپور له مخې کابل د هوا د کثافت له مخې څلورم نمبر ښار دی چې هوا يې زیاته ککړه ده. د ۲۰۱۹ د ۱۲ پر ۷ تاریخ ماښام مهال پښتو بي‌بي‌سي د چاپېریال‌ساتنې ادارې یو غړی را مېلمه کړی و چې د هېواد د ښارونو د خرابې هوا په اړه يې د خلکو پوښتنو ته ځوابونه ویل.

اورېدونکو په ښارونو کې بېلابېل سببونه یاد کړل چې د ښارونو د هوا په خرابوالي اغېز کړی دی. زاړه او زیات موټر، د خرابو تېلو کارول او د زیاتو جرناتورانو چلېدا، د پلاسټیکانو زیات استعمال او سوځول، د ډبرو د سکرو ډېر کارېدل، په هوټلونو کې د لرګيو او دې ته ورته توکيو سوځول، په ځینو ښارونو کې د رکشو زیاته ګڼه ګوڼه، له چریو راختلې لوشې چې سړکانو کې ورځې ورځې پرتې وي او بیا د موټرو تېرېدو له امله دوړې کوي چې هوا خرابوي او ډېر نور علتونه يې يادولای شو.

 

په ځواب کې يې د چاپېریال ساتنې ادارې مېلمه کس قانع کوونکې ځوابونه نه ویل یوازې وعدې يې کولې، ژمنې يې وکړې او په راتلونکې کې د ښو پلانو خبرداری يې ورکړ.

په خبرو که مشکلات حل کېدای؛ نو زموږ د هېواد هيڅ ستونزه به اوس نه وای پاتې، خبرې اسانه او عمل ګران دی، له بده‌مرغه چې زموږ ملت او حکومت دواړه په خبرو ځانونه تېر باسي او کارنده عملي ګامونه نه اخلي. د کابل د ښار هوا اوس تر بل هر وخت زیاته خرابه شوې ده او لا پسې خرابېږي، که يې د مخنیوي لپاره مهم، پر ځای او پر وخت ګامونه وا نه خیستل شي خورا بدې پایلې به ولري. د یوه راپور له مخې چې تاند کې نشر شوی و؛ «په ۲۰۱۷ کال کې د خرابې هوا له امله ۲۶۰۰۰ کسان مړه شوي دي چې دا شمېره کال تر کاله پر جګېدو ده.»

زما په اند د ښارونو د صفايي لپاره د نورو ګامونو تر څنګ یو مهم ګام د زیاتو ونو ښوول دي. ونه نه یوازې خپله اکسیجن تولیدوي، بلکې کاربن هم جذبوي چې د هوا په صفا کولو کې لومړی درجه اهمیت لري. که حکومت یوازې د دومره زیاتو ونو کېنول او پالل له وسه پوره نه وي؛ نو له ملته دې مرسته وغواړي، که ملت په خپله خوښه دې کار ته تیار نه وي، د یوه مسوولیت په حیث دې د ونو کېنول او پالل جبري کړي، مثلاً؛ ښاروالي دې پر ټولو هغو کورونو چې د ونو لپاره ځای ولري دا جبري کړي چې له خپل کور شاوخوا دې ونې کېنوي او بیا دې وپالي، که دا کار يې و نه کړ؛ نو جریمه دې کړي چې بل کال بیا دا کار تکرار نه شي.

 په دې ډول به حکومت او ملت دواړه خپل، خپل مسوولیتونه پر غاړه واخلي او د دې سترې وبا د مخنیوي لپاره به دواړه اوږه په اوږه یو له بل سره ودرېږي او مخه به يې ونیسي.

یو بل اړين ګام دا هم دی چې په ښار کې هر څوک زیاته ککړتیا جوړوي له هغه دې ښاروالي زیاته مالیه واخلي، ځکه دوی تر نورو زیاته ککړتیا جوړوي او همدومره مالیه باید ور کړي چې دولتي ادارې يې بېرته د هغې پر پاکولو ولګوي، لکه هوټلونه، هغه دوکانونه چې خوراکي توکي پخوي او زیات دودونه يې پر سړکانو جوړ کړي وي، هغه لويې ماڼۍ چې د مرکزګرمي لپاره ډبرين سکاره کاروي، هغه کارخانې چې لوی جنرټوران چلوي او خراب تېل مصرفوي، د موټرو هغه شرکتونه چې زیات موټر ولري او د ښار هوا ځنې ککړېږي.

دا کار به دوې ګټې ولري، یو لور ته به د دولت خزانې ته عوايد زیات شي او بل خوا به هغه کسان چې په بې‌پروايي د ښاري هوا په ککړولو کې لګیا دي، هغوی به هم احتیاط وکړي او له دې ډاره چې له جېبه يې زیاتې پیسې ولاړې نه‌شي، خامخا به د زیاتې ککړتیا له را پيدا کولو ډډه وکړي.

د ونو د کېنولو او پاللو په برخه کې دې له عامه پوهاوي را نیولې بیا د دیني عالمانو تر روله ټولې لارې چارې وکاروي او له دې بلا دې ملت خلاص کړي. په دې اړه دې مطبوعاتو ته دنده ور کړي چې د چاپېریال د پاک ساتنې پر لارو چارو پروګرامونه جوړ کړي، له علماوو دې مرسته وغواړي چې د پاکي، ونو کېنولو او ښاري نظافت په اړه خلکو د جمعې په خطبو کې له شرعي لیدلوري وضاحت ورکړي.

یو بل مهم ګام دې د هغو سرغړونکيو په اړه هم واخلي چې زموږ د هېواد طبیعي ځنګلونه وهي او قاچاقي يې همسایه هېوادونو ته صادروي، دوی دې نه یوازې دا چې له دې کاره په کلکه بند کړل شي، بلکې ودې نیسي او د دې ستر جرم له امله دې نغدي جریمه هم ترې واخلي او بندي دې هم کړي چې د سزا تر ګاللو وروسته له دې ناروا کاره نه یوازې لاس واخلي، بلکې نورو کسانو ته هم عبرت شي چې بیا داسې یوه غټ جرم ته څوک د لاس ور اوږدولو جرات و نه کړي.

 

د اجراييوي برخې کورنۍ سياسي چارې ولشمسر غني ته پرېږدئ!

Apr 01, 2020 29

پيغام د افغانستان نوي پارلمان استازو ته وړاندې کوم، چې ډېرى يې لوستي او پوه ځوانان دي. زما په نظر د افغانستان په تاريخ کې لومړنى ځوان، د پخواني دستور خلاف د قومي متنفذينو او [...]

زلمي خليل‌زاد ته!

Mar 23, 2020 29

وايي د خليلزاد پلرنى ټاټوبى شين لغمان دى. پلار يې د ظاهر شاه بابا په وخت کې دولتي مامور و. د دندې لپاره مزارشريف ته لاړ او خليلزاد هم همالته په ۱۹۵۱ زيږديز کال کې وزيږېده.

پوهېږئ؛ چې نوی کال څنګه پيل کړو؟

Mar 20, 2020 29

خو له بده مرغه  چې ۹۵ سلنه کسان په ځانګړي ډول ځوانانو د کال په جریان کې هېڅ مشخص اهداف نه لري، دوی ټول کال بې هدفه تېر کړی وي، یا د هدف په ارزښت نه پوهېږي او یا دا چې ورته مهم نه [...]

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک