د بدلون اتل ټولنیز شعور دی، نه چارواکي
د بدلون اتل ټولنیز شعور دی، نه چارواکي
مجید قرار
په افغانستان کې ژور ټولنيز بدلون را روان دی چې اثار یې د ځوانانو په ذهنیتونو، ارزښتونو، سیاسي انتخابونو، کلتور او رویه کې ډېر واضح لیدل کېدای شي. دا رنګ بدلون د تېرو شلو کلونو تر درنې پانګونې وروسته طبیعي دی. بالاخره، افغانه ټولنه هم یوه انساني ټولنه ده. سره له دې چې د دې بدلون مختلف اړخونه له مختلفو لاملونو او ریښو سره تړل کېدای شي، خو په ټوله کې د بدلون ځینې ډېر عمومي لاملونه لاندې په ګوته شمېرل کېدای شي؛
۱. د لیک، لوست پراختیا او ښوونځیو ته د شاوخوا نهه ميلیونه هلکانو تګ او ورپسې د یوه نسل په لیک لوست سمبالېدل؛
۲ . د زاړه نسل پاتې راتلنې، بد کردار او د ناوړه نمونو وړاندې کول؛
۳. له بهرنۍ نړۍ سره د افغانانو د اړیکو، تګ راتګ او راشه درشې زیاتېدل او له کلتوري او ټولنيزې انزوا د افغانانو راوتل؛
۴. مالوماتو ته د افغانانو د لاسرسي زیاتېدل، په تېره انټرنیټ او د انټرنیټ له لارې له نړۍ سره د افغان ځوانانو سهار او بېګا تماسونه او د نړۍ له حاله، دود او دستوره، ارزښتونو، او تحولاتو د افغانانو د ځوان نسل خبرتيا؛
۵. ناخوالي او د ناخوالو له امله د محرومیت احساس او د محرومیت د احساس له امله د افغانانو د عمومي فکر تحریکېدل او د حللارو د لټون روحیه را پيدا کېدل؛
۶. او بالاخره په د تر سلو زیاتو راډیوګانو، لسګونو ټلوېزیونونو او سلګونو چاپي رسنیو اغېز چې پر ټولنه یې ضمني مثبتې او منفي اغېزې دواړه لرلې دي.
په یوه ټولنه کې د خلکو په ذهنیتونو، د افرادو په رویه، اقتصادي شرایطو او د ژوند په بڼه او کلتور کې دا رنګ بدلون راتلل معمولاً د ډېرو ژورو او وسیعو لاملونو پایله وي او هیڅ حاکم، ډله او حکومتي ټیم یې کرېډیټ نهشې اخیستلای. له بده مرغه، په افغانستان کې هر مثبت پرمختګ د مومن خان ښامار وي چې چارواکي یې په مړه بدن کې خنجرونه وهي او بیا د ښامار په وینو لړلي خنجرونه خلکو ته د خپلې لاستهراوړنې په توګه ورښیي.
دا بدلون چې له تېرو دوو لسیزو را روان دی، یوه برخه یې کرزي په بډه وواهه چې ځان یې د نظام موسس او د ټولو لاستهراوړنو مدعي وباله او بلې برخې ته یې غني څادر غوړلی او چې چېرته پخوانۍ، سبانۍ او روانه پروژه ده، افتتاح ته یې هلي کاپټر ور بغولی وي.
دا چې په افغانستان کې ټولنيز بدلون او نسلي بدلون دواړه همغاړي دي، زاړه یا مري، یا په کور کېني، له حرکته لوېږي یا له ټکنالوژي او عصري دفتري او تجارتي غوښتنو سره ځان نهشې عیارولای، معیشت او اقتصاد له کرنیز ښاري او صنعتي ته اوړي او له امله یې د کورنۍ مشر، سپینږیری او ملک خپل نفوذ له لاسه ورکوي او واګې د کورنۍ ځوان ته په لاس ورځي. د زړو او زوړپالو له خښېدلو سره زاړه ارزښتونه هم خښېږي او حاشیې ته ځي. همدا علت دی چې په افغانستان کې ټوپکسالار حمایت او ځل او بل له لاسه ورکړ.
دغه راز، د افغانستان د اکثرو سیاسیونو او ټوپکسالارانو د عوایدو سرچینه د ایساف، پيارټيګانو او پروژو پیسې وې چې هغه زموږ حکومت نه، بلکې بهرنیانو وچې کړې.
درېیمه، او اساسي خبره دا وه چې شمال ته د طالب د پروژې په انتقالېدلو د ټوپکیانو اکثریت کسان د طالبانو لیکو ته سوق او په هغې پروژه کې استخدام کړای شول چې دې چارې له محل او کلیوالو سیمو سره د ټوپکسالار اړیکې پرې او هغه یې بېلکۍ کړ.
په دې ټولو سربېره، د ټوپکسالارانو په کورنیو کې هم ځوان نسل را وټوکېد چې مختلف رنګه بداخلاقۍ او فسادونه لري. د دې ټولو بدلونونو په نتیجه کې په ټولنه کې بدلون راغلی او سیاسي قشر یې هم متضرر کړی دی.
حکومتي ټیم دې د ټوپکسالارانو د منزوي کولو ادعا نه کوي او بېځایه دې په دې کار کرېډیټ نه تر لاسه کوي.غني په لومړۍ دوره کې ټول واک تر ټوپکیانو ځار کړ. دا چې فهیم مړ و زوی یې پاتې و، منصور نادري بوډا و، لور یې پاتې وه، بېګ نه و، زوی یې پاتې و. حاجي دین محمد زوړ و، زوی یې پاتې و، جمعه خان زوړ و، زوی یې پاتې و، رباني مړ و، زوی یې پاتې و حکومت د دې ټولو زامن تر نورو ډېر ونازول او پنځه کاله یې حساسې څوکۍ د دوی د ناز او اداګانو قرباني کړل.
هغه ټوپکسالاران چې ځوان و، هغه یې لکه احمدضیا مسعود او د هغه زوی، دواړه ونازول. اوس نو په دې کې د حکومتي ټیم کمال نهشته چې د دې ټولو دويم نسل تر لومړي نسل کم لجاجته او بهتر دی، خو حکومتي ټیم په لومړۍ دوره کې د خاندان سالارۍ بدترینه نمونه وړاندې کړه. د ټوپکسالار لمن په طبیعي توګه په ټولېدلو وه، خو حاکم ټیم د ټوپکسالارو دويم نسل ته په مخه او نفوذ ورکولو د لنډهغري اغېز بل نسل ته هم وغځاوه. اوسني ټیم هغه ټوپکسالار چې له صحنې کم و، له پاکستانه راوغوښتل او په کابل کې یې امکانات ور چالان کړ، او هغه چې شته و، هغوی ته یې نه د وسلو د جوازونو، نه د حکومتي څوکیو کمی وکړ.
رښتیا خو دا چې پنځوس سلنه نظام یې په لویه کې د ټوپکسالار تر سر ځار کړ. دا چې ټولنه په بدلېدلو ده، د چارواکيو دې معامله ګریو هم د ټوپکسالار د کمزورتیا مخه و نه نیولای شوه.
دا چې نن امرالله د عبدالله ځای نیولی، دا تر ډېره نسلي تفاوت دی او تر ډېره د ټولنې د شرایطو زېږنده دی. د نوي نسل سیاستوال پوهېږي چې کومې نارې ښه بازار لري او کومې یې نه لري. له کومو خبرو خلک ستړي دي او کومو ته اړتیا ده.
دا څو کرښې مې د دې لپاره ولیکلې چې د ټولنیزو تحول اتلولي علم، روڼاندي، پرمختګ، د بیان او فکر ازادي او ټکنالوژي ته ورکړل شي او دا سپېڅلې تمغه د کوم معاملهګر، حریص او موقع چور سیاستوال په سینه و نه ټومبل شي. سیاستوالو د دې بدلون د کمزوري کولو، سوکه کولو او پڅولو لپاره ټول رذالتونه، حماقتونه، ټولې معاملهګرۍ، محافظه کاري او چاپلوسۍ وکړې، خو بدلون راتلونکی و او راځي به. و مکرو و مکرالله والله خیر الماکرین.
0 دیدگاه