فوټبال؛ ملي لوبډلې په تاجکستان کې تمرینات پیل کړي
فوټبال؛ ملي لوبډلې په تاجکستان کې تمرینات پیل کړي
د فوټبال ملي لوبډلې د تاجکستان په دوشنبې ښار کې د نړیوال او اسیا ملتونو جام سیالیو وړاندې تمرینات پیل کړي دي.
له فوټبال فدراسیون څخه په خپرول شویو مالوماتو کې زیاته شوې، افغانستان به د ۲۰۲۲ نړیوال جام او د ۲۰۲۳ اسیا ملتونو جام سیالیو ته د لارموندنې لپاره خپله څلورمه لوبه د روانې مېلادي میاشتې په ۱۴مه د هندوستان پر وړاندې وکړي.
سرچینه زیاتوي، ټاکل شوې افغان لوبډله د همدې میاشتې په ۱۹مه له قطر سره هم یوه لوبه ولري چې دا سیالۍ د افغانستان په کوربهتوب تر سره کېږي.
افغان لوبډلې د لارموندنې په سياليو كې په خپلو تر سره كړیو درېو لوبو كې دوه بايللي او يوه يې ګټلې او په درېو نومرو سره په خپل ګروپ كې درېيم ځاى لري او افغانستان له قطر، عمان، بنګله دېش او هند سره په E ګروپ كې شامل دى.
0 دیدگاه