شاهین او طوفان لوبډلو ته د ولسمشر نغدې مرستې ورسېدې
شاهین او طوفان لوبډلو ته د ولسمشر نغدې مرستې ورسېدې
ولسمشر اشرف غني چې له د شاهین اسمايي او طوفان هریرود لوبډلو سره د نغدې مرستو ژمنه کړې وه، په ځانګړې مراسمو کې ورته دا مرستې ورسېدې.
ولسمشر د افغانستان غوره لیګ سیالیو په پای لوبه کې د دې لېګ د اتم پړاو له لومړي او دویم مقام ګټوونکیو لوبډلو سره د دوه مېلیونه او اته سوه زره افغانیو مرستې ژمنه کړې وه.
د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست وايي، دا نغدې مرسته د دې ریاست له لوري د دواړو لوبډلو لوبغاړیو ته په ځانګړیو مراسمو کې ورکړل شوه.
یاد ریاست په خپره کړې اعلامیه کې زیاته کړې، د افغانستان غوره لیګ سیالیو په اتم پړاو سیالیو کې چې څه موده وړاندې وشوې، شاهین اسمايي لومړی او طوفان هریرود دویم مقام تر لاسه کړ.
سرچینه زیاتوي، په دې مراسمو کې چې د فوټبال فدراسیون سرپرست محمد یوسف کارګر هم و، هر لوبغاړي ته ۵۰ زره افغانۍ نغدې مرسته ورکړل شوه.
0 دیدگاه