افغان فوټسال لوبډله ایران ته رسېدلې
افغان فوټسال لوبډله ایران ته رسېدلې
د فوټسال ملي لوبډله د اسیا د فوټسال اتلولیو په مقدماتي سیالیو کې د ګډون لپاره ایران ته رسېدلې او ټاکل شوې افغانستان د دې سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه د چهارشنبې په ورځ د ازبکستان پر وړاندې وکړي.
د فوټسال فدراسیون وايي، په یادو سیالیو کې افغانستان له ازبکستان، تاجکستان او نیپال سره په الف ډله کې دی او د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې دویمه لوبه د اکټوبر په ۲۴مه د تاجکستان او د همدې میاشتې په ۲۵مه د نيپال پر وړاندې ده.
د یادو سیالیو په پای کې له هرې ډله نه دوه مخکښې لوبډلې د ۲۰۲۰ میلادي کال د اسیا د فوټسال سیالیو اتلولیو لوبو ته چې په ترکمنستان کې کېږي، لار پیدا کوي.
0 دیدگاه