فوټبال؛ د امنیتي ګواښ له کبله د روسیې او کوسوا لوبډلې نه مخامخ کېږي
فوټبال؛ د امنیتي ګواښ له کبله د روسیې او کوسوا لوبډلې نه مخامخ کېږي
د اروپا د فوټبال اتحادیې ویلي، د روسیې او کوسوا د فوټبال لوبډلې د امنیتي ګواښ له امله تر دې وروسته د فوټبال په اروپايي سیالیو کې د مخامخ لوبېدو اجازه نه لري.
د اروپا د فوټبال اتحادیې د بېړنیو حالاتو پلاوي د اکټوبر په اتلسمه دا پرېکړه وکړه. دې پلاوي وویل چې د روسیې او کوسوا لوبډلې تر بلې خبرتیا د مخامخ کېدو اجازه نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د روسیې د فوټبال لوبډله په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د اروپا د فوټبال په فاینل مسابقو کې د ګډون لپاره غوره شوې ده.
د کوسوا لوبډلې موقعیت هم پیاوړی بلل کېږي او داسې ګڼل کېږي چې په دې سیالیو کې به د ګډون لپاره غوره شي.
کوسوا په ۲۰۰۸ میلادي کال کې له صربیا خپلواکي اعلان کړه، خو صربیا او روسیې د کوسوا استقلالیت په رسميت نه دی پېژندلی.
0 دیدگاه