فوټبال؛ افغانستان او عمان د سیالي ډګر ته ښکته کېږي
فوټبال؛ افغانستان او عمان د سیالي ډګر ته ښکته کېږي
ټاکل شوې افغان فوټبال ملي لوبډله د اکټوبر په لسمه نېټه له عُمان سره د سیالي ډګر ته ښکته شي. دا لوبه به د عمان په کوربهتوب د مسقط ښار په سلطان قابوس فوټبال لوبغالي کې وشي.
دا لوبه د ۲۰۲۲م کال د فوټبال نړیوال جام او د ۲۰۲۳م کال د اسیا د ملتونو جام ته د لار موندلو په موخه کېږي او په دې سیالیو کې دا د افغانستان درېیمه لوبه ده.
افغان لوبډلې تر دې وړاند په خپله لومړۍ لوبه کې له قطر نه شپږ پر صفر ماتې خوړلې وه او دویمه لوبه کې یې بنګلهدېش ته یو پر صفر ماتې ورکړې وه.
افغانستان په خپلو وروستیو لس لوبو کې دوه ګټلي، څلور یې مساوي شوي او څلور نورې یې بایللې دي.
افغان لوبډلې د روان ۲۰۱۹ کال د مارچ میاشتې په شلمه نېټه د مالیزیا په مرکز کولالمپور کې له عمان سره لوبه کړې وه او هغه لوبه عمان لوبډلې پنځه پر صفر له افغانستانه ګټلې وه.
0 دیدگاه