فوټسال؛ درې لوبغاړي د اسیا په غوره نوملړ کې شامل شول
فوټسال؛ درې لوبغاړي د اسیا په غوره نوملړ کې شامل شول
له شل کلونو د ټیټ عمر فوټسال ملي لوبډلې درې لوبغاړي د اسیا لسو غوره لوبغاړیو په نوملړ کې شامل شوي دي.
د افغانستان له فوټبال فدراسیون نه په خپرو شویو مالوماتو کې زیاته شوې، محمدجواد صفري، سیدحسین او فرزاد محمودي هغه لوبغاړي دي چې په اسیايي جام سیالیو کې یې ښه لوبه کړې وه.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ۲۰ کلونو کم عمره ځوانانو د فوټسال لوبډلې په اسیا جام سیالیو کې دویم مقام ترلاسه کړ او پهدې سره یې د ډېرو مسوولانو پام ځان ته راواړوه.
0 دیدگاه