څه باندې ۷۷ زره کسانو ته د ټاکنو د څارنې کارتونه ورکړل شوي
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسمشریزو ټاکنو د څارنې لپاره تر اوسه ۷۷ زره او ۲۵۶ څارونکیو له دغه کمېسیون نه کارتونه ترلاسه کړي دي.
د دغه کمېسیون د دارالانشا عملیاتي مرستیال محمدعثمان فروتن یوې ناستې ته وویل، له ۵۱ زرو نه زیات کسان د نوماندانو او څه باندې ۲۶۲۰۰ نورو د رسنیو، مدنې ټولنې او سیاسي ګوندونو په استازولۍ د څارنې کارتونه ترلاسه کړي دي.
نوموړی وايي، له شک پرته د ښکېلو خواوو، مدني ټولنې او ټولو څارونکیو بنسټونو رول له موږ سره زیاته مرسته کوي، څو رڼې او عادلانه ټاکنې په ټول افغانستان کې ولرو.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون داسې مهال لسګونه زرو کسانو ته د څارنې کارتونو د ورکولو خبره کوي چې په تازه توګه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یا یوناما په راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو کې د روڼتیا راوستلو لپاره د څارونکیو رول مهم بللی دی.
0 دیدگاه