په لوګر کې د ټاکنو په اړه امنیتي غونډه جوړه شوه
کورنیو چارو وزارت وايي، د لوګر ولایت په امنیې قومنداني کې د ټاکنو د ولایتي کمېسیون له چارواکیو، ښځو او امنیتي مسوولانو سره د راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو په تړاو امنیتي غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د لوګر ولایت امنیې قومندان سمونوال رحم خدا مخلص وویل، ټاکنې یوه ملي پروسه ده او د دې پروسې د امنیت ټینګولو لپاره د لوګر ولایت ټولې قطعې او جزوتامونه خپل بشپړ تیاری لري.
د لوګر ولایت امنیه قومندان زیاته کړه، هېڅوک له قانونه پورته نهدی او په ټولو به یوشان قانون پلی کېږي او د تخلف او لاسوهنې په صورت کې به له جدي قانوني عمل سره مخ شي.
کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې زیاتوي، خدا مخلص د لوګر ولایت ټولو امنیتي چارواکیو ته د کلکو امنیتي تدابیرو د نیولو سپارښتنې وکړې او ژمنه یې وکړه چې ټاکنې به په سمه امنیتي فضا کې وشي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مهالوېش له مخې، ولسمشریزې ټاکنې به د تلې میاشتې په شپږمه نېټه وشي او وار له مخه یې ټولو لایتونو ته حساس او غیرحساس توکي هم استولي دي.
0 دیدگاه