فوټبال؛ د فیفا پخوانی مرستیال رییس ۱ مېلیون ډالر ناغه شو
فوټبال؛ د فیفا پخوانی مرستیال رییس ۱ مېلیون ډالر ناغه شو
د فوټبال نړیوال فدراسیون پر پخواني مرستیال رئیس یوان انجیل ناپوت د رشوت د منلو په خاطر د تل لپاره بندیز ولګول شو او د دې تر څنګ هغه اړ دی چې یو مېلیون ډالر ناغه هم ورکړي.
د فیفا یا د فوټبال د نړیوال فدراسیون د اخلاقي ضوابطو خپلواکې کمېټې د پرېکړې له مخې، ۶۱ کلن ناپوت تېر کال په نیویارک کې د فساد په تور په ۹ کاله حبس محکوم شوی و.
هغه په دې خاطر مجرم پېژندل شوی و چې په ټلویزیون کې یې د لوبو د خپراوي حق د لس مېلیونه او ۵ سوه زره ډالره بډې اخېستلو په بدل کې ورکړی و.
0 دیدگاه