کمیسیون: ښايي د غني او عبدالله ټاکنیزې سیالۍ وځنډول شي
ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وایي، د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې یو بل ته سپکې سپورې وايي.
د سرچینې په خبره د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیمونه له دولتي امکاناتو په استفادې او دغه راز د یو بل پر ضد د سپکو سپورو په ویلو تورن دي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وایي، دغه شکایتونه به څېړل کېږي او ښایي د دغو نوماندانو ټاکنیزې سیالۍ د یوې اوونۍ لپاره وځنډول شي.
دوی زیاتوي، تر دې دمه یې د نوماندانو د ټاکنیزو سرغړونو په اړه دوه دېرش شکایتونه ثبت کړي دي.
دغه کمیسیون زیاتوي، دوی ځینې څېړلي دي او پرېکړې یې له رسنیو سره شریکې شوې دي.
د یاد کمیسیون چارواکو ویلي، هېوادوال کولای شي د ستونزو په لیدو دغه کمیسیون ته شکایت وکړي او په دې توګه شفافو ټاکنو ته زمینه برابره کړي.
0 دیدگاه