د کمېسیون غبرګون: حکومت دې د ټاکنیز او کمپایني بهیر امنیت ته پاملرنه زیاته کړي
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د وسلهوالو طالبانو د نوي خبرداري پر وړاندې غبرګون ښودلی او له حکومته یې د جدي امنیتي تدابیرو د نیولو غوښتنه کړې ده.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند میرزامحمد حقپرست ویلي، د دې ډموکراتیکې پروسې امنیت ټینګول د حکومت مسؤلیت دی او پکار ده چې د کاندیدانو، رأی ورکوونکو او د انتخاباتو د کار کوونکو امنیت ونیول شي.
د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې د میزان پهټ شپږمه نېټه دي.
وسلهوالو طالبانو په یوه تازه بیان کې د جمهوري ریاست د ټاکنو د تخریب خبرداری ورکړی دی.
0 دیدگاه