فوټبال؛ د افغانستان بانک روشن لوبډلې ته ماتې ورکړه
فوټبال؛ د افغانستان بانک روشن لوبډلې ته ماتې ورکړه
د افغانستان بانک او روشن مخابراتي کمپنۍ د فوټبال لوبډلو ترمنځ د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د فوټبال دوستانه لوبه وشوه.
په دې لوبه کې چې د کابل ښار په غازي سټدیوم کې وشوه، د افغانستان بانک لوبډلې د روشن مخابراتي کمپنۍ لوبډلې ته د پنځه دوه په مقابل کې ماتې ورکړه.
د افغانستان بانک د فوټبال لوبډلې د سیالې لوبډلې په وړاندې غوره لوبه وکړه او لومړی ګول د دې لوبډلې د تکړه لوبغاړي مبین له لوري ووهل شو. په لوبه کې مبین دوه ګوله، زاهد، راشد او اصف خادمي یو ـ یو ګول وکړ.
بلهخوا د روشن مخابراتي کمپنۍ له لوري هم د سیالې لوبډلې په وړاندې دوه ګولونه وشول. د روشن مخابراتي کمپنۍ فوټبال لوبډلې له ځواکمنو لوبډلو شمېرل کېږي چې په ډېری نړیوالو دوستانه لوبو کې یې ګډون کړی او سیالۍ یې ګټلې دي.
0 دیدگاه