طالبان: په پوره توان به د ټاکنو مخه ونیسو
طالبان وايي، ټاکنې نمایشي او د بهرنیانو لوبه بللې ده او خلکو ته یې د نه ګډون سپارښتنه کړې ده.
د وسله والو طالبانو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، د سولې له خبرو سره هممهاله ځینې سیاسي ډلې او اشخاص د خپلو هوسونو لپاره پر نمایشي ټاکنو ټینګار کوي او غواړي په غیر مشروع توګه ځان په واک کې وساتي.
په اعلامیه کې راځي چې ټاکنې په ټول هېواد کې نه شي ترسره کېدلی، واک یې له افغانانو سره نه دی، د افغانانو خوښې ته ارزښت نه ورکول کېږي، حکومت فاسد دی، ټاکنیز کمیسیونونه د تمویل کوونکو خبرې مني، نو ځکه یې دوی مخالف دي او په پوره توان یې مخنیوی کوي.
طالب مشرانو خپلو وسله والو ته امر کړی چې په ټول هېواد کې د کمپایني اقداماتو مخه ونیسي او اجازه ور نه کړي چې خلک په ټاکنیزو فعالیتونو کې برخه واخلي.
طالبانو پر عامو افغانانو هم غږ کړی دی چې له ټاکنیزو فعالیتونو لیرې اوسې؛ ځکه ښایي د دوی په اقداماتو کې ورته تلفات واوړي.
دا لومړی ځل دی چې طالبان د ټاکنو په اړه دومره توندې څرګندونې کوي او خلکو ته خبرداری ورکوي.
بل پلو افغان حکومت بیا پر خپل وخت د ټاکنو پر ترسره کېدو ټینګار کوي او عملا یې ټاکنیز کمپاینونه پيل کړي دي.
0 دیدگاه