غني: د ناټو غړي هېوادونه دې په ټاکنو کې مرسته وکړي
ولسمشر د ناټو غړیو هېوادونو له سفیرانو غوښتنه کړې، چې د ټاکنو په ترسره کولو کې دې همکاري وکړي.
د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، پرون په ارګ کې د ناټو د غړیو هېوادونو سفیرانو له ولسمشر سره د لیدنې پر مهال د افغان سولې او ټاکنو ملاتړ کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې په افغانستان کې پر وروستي وضعیت او همدا راز ټاکنو خبرې شوې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، ولسمشر غني د ناټو د غړو هېوادونو سفیرانو ته د سولې د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل او ټینګار یې وکړ چې په افغانستان کې به راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې پر خپل وخت ترسره کېږي.
د ناټو د غړو هېوادونو سفیرانو هم په دې لیدنه کې ویلي، دوی د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي او په دې برخه کې همکارۍ ته تیار دي.
0 دیدگاه