بیګ: دولتي مسوولین د ټاکنو په پروسه کې لاسوهنه نهشي کولای
د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکي ادارې رئيس عبدالمتین بیګ وايي، هیڅ والي، ولسوال، ښاروالي یا د دغه ادارې نور کارکوونکي د ولسمشریزو ټاکنو په چارو کې لاسوهنه نه شي کولای.
عبدالمتين بیګ ويلي، د ټولو ولايتونو واليان مکلف دي چې په اړوندو ولايتونو کې ټاکنيزې چارې له نږدې وڅاري.
دغې ادارې واليانو او ولسوالانو ته دنده سپارلې ده، چې د ټاکنو په اړه د خلکو پوهاوی، په ټاکنو کې د برخه اخيستنې په پار د هغوی د هڅولو او د ټاکنيزو دفترونو او پروسو د امنيت په ټينګښت کې رغنده رول ولوبوي.
د سيمهييزو ارګانونو خپلواکي ادارې يوه کمېټه ټاکلې چې د ولايتونو په کچه به ټولي چارې له نږدې څاري او د ستونزو او ننګونو د پېښېدو پر مهال به د ادارې رهبري ته خبر ورکوي.
0 دیدگاه