حمدالله محب: د ولسمشریزو ټاکنو امنیت ته چمتووالی لرو
حمدالله محب: د ولسمشریزو ټاکنو امنیت ته چمتووالی لرو
د ملي امنیت سلاکار پروان ولایت ته د سفر پر مهال ویلي، حکومت هڅه کوي چې ولسمشریزې ټاکنې په شفاف او خوندي ډول وشي.
نوموړي زیاته کړې، ډاډ ورکوم چې ټاکنو ته تیاری لرو، د شفافو انتخاباتو ملاتړ کوو او هغه څه چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په وس پوره وي، د ټاکنیزو کمېسیونونو په واک کې یې ورکوو، څو په پوره ارامۍ سره رڼې ټاکنې وکړي.
نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې ناامني او د دولت د وسلهوالو مخالفانو د بریدونو ډېرېدل د ټاکنو لپاره غټه ستونزه ګڼل کېږي.
که څه هم طالب استازیو د قطر په دوحه کې له امریکایانو سره اووم پړاو خبرې هم وکړې، خو هممهاله په هېواد کې د دې ډلې سترو بریدونو زور اخیستی چې تازه برید یې د کندهار ولایت پر امنیې قومنداني و.
ټاکل شوې چې د ولسمشري ټاکنې د تلې میاشتې په شپږمه وشي.
0 دیدگاه