کمېسیون: امنیت د ټاکنو پر وړاندې لویه ننګونه ده
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، پر وخت د انتخاباتو ترسره کېدو ته ژمن شوي؛ خو امنیت لا هم لویه ننګونه ده.
د دغه کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ ویلي، له امنیتي سکټور سره یې د انتخاباتو د امنیت په اړه اونیزې غونډې پیل کړې دي او په خبره یې یوه امنیتي کمېټه کمېسیون کې له دوی سره کار کوي.
په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب تېره ورځ د امنیتي سکټور په غونډه کې ویلي، د انتخاباتي کمېسیونونو سره په همغږۍ یې د انتخاباتو او د کاندیدانو د خوندیتوب لپاره منظم پلانونه جوړ کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو کاندیدان د درغلیو ترڅنګ امنیت یوه لویه ننګونه بولي چې د انتخاباتو شفافیت اغېزمنولای شي.
ټاکل شوې چې د میزان یا تلي په ۶مه نېټه د ولسمشرۍ انتخابات وشي.
0 دیدگاه