په سوریه کې نږدې ۵۰ داعشیان او القاعده وژل شوي
په سوريه کې د بشري حقونو د څار اداره وايي، په جلا جلا بریدونو کې نږدې ٥٠ داعشیان او د القاعده ډلې پورې اړوند جنګیالي وژل شوي دي.
له دې ادارې نه په خپرو شویو مالومات کې زیاته شوې، په القاعدې پورې د تړلې ډلې حيات تحريرالشام وسلهوالو د حلب ښار په لوېديځ کې پر دولتي ځواکونو برید کې ٢١ کسان وژل شوي دي.
په بله پېښه کې د داعش وسلهوالو د مرکزي ولايت حمص په يوه دښته کې دولتي ځواکونو ته کمين نيولى و چې وروسته دوه ورځنۍ جګړه وشوه چې پر مهال یې د ٤ افسرانو په ګډون، ٢٧ سرتېري ووژل شول.
بلهخوا په سوریه کې د بشري حقونو د څار بریټانیا مېشته ډله وايي، داعش ډلې په سوریه کې د دولت پلوه ځواک ۳۵ کسان وژلي دي.
0 دیدگاه