ناسا نورې سیارې کشفوي
ناسا نورې سیارې کشفوي
د امریکا د فضايي څېړنو اداره یا ناسا د نوي ټيلېسکوپ په مرسته غواړي په تشیال کې شاوخوا ۱۴ سوه نورې سیارې کشف کړي.
لوېدیځې رسنۍ د ناسا د مالوماتو له مخې زیاتوي، د WFIRST په نوم نوی ټيلېسکوپ به تر هابل ټيلېسکوپه څو برابره پیاوړي وي چې په دې سره به د کېپلر کار ته دوام ورکړي.
د امریکا د اوهایو پوهنتون څېړونکی متیو پیني وايي، په نوي ټيلېسکوپ څه باندې درې مېلیونه او ۲۵۰ ډالره لګښت راځي چې په خبره یې دا ټيلېسکوپ به د لویو مدارونو سیارې کشف کړي.
ناسا په ۲۰۰۹ مېلادي کال کې د ۵۵۰ مېلیونه ډالرو په لګښت د کېپلر په نوم ټيلېسکوپ تشیال ته واستوه چې له شمسي نظامه باندې یې ۲۶۰۰ سیارې کشف کړې وې.
0 دیدگاه