راځئ د وخت معما حل کړو!
موږ ټول له وخت نه ګیله کوو، هیله مو دا وي چې ډېر وخت ولرو، آن بېکاره خلک هم له وخت نه ګیله لري، علت یې معلوم دی، موږ د وخت مدیریت (سمبالښت) باندې نه پوهېږو؛ ځکه وخت معما او په معما پوهېدل دقت او تحلیل غواړي.
د وخت مدیریت د ژوند مدیریت دی، که ژوند مو سمبال شو، ځان مو سمبال دی، د دې لپاره چې خپل وخت مو په ښه ډول مدیریت کړی وي، زه به څو لارې چارې درته وښیم، په عملي کولو سره یې ژوند ته معنی ورکولای شئ او وبه وینئ چې هره ورځ ستاسو په ګټه تېرېږي:
۱ـ هدف ټاکل: هدف ټاکل د ژوند د لوري ټاکل دي، کله مو چې هدف معلوم شو، ټول وخت به مو هغه ته د رسېدو په لار کې مصرف شوی وي، کنه ژوند له کارونو ډک دی؛ خو عمرونه محدود او د ټولو ترسره کول له وسه وتلې خبره ده.
نو ویلی شو چې د موخې ټاکل د وخت د مدیریت او په مناسب ځای د هغه په مصرف کې اړینه چاره ده.
هدف ولرئ؛ تر څو نور خلک هم ستاسو لپاره کار وکړي.
۲ـ پلان درلودل: د هدف له ټاکلو سره یو ځای هغه ته د رسېدو لپاره پلان جوړول، تر نیمایي پورې هغه ته رسېدل دي، د ژوند او کارونو لپاره پلان درلودل، له موږ نه یو منظم او بریالی انسان جوړوي برعکس که پلان ونه لرو یو غیر نظم او بې شوقه انسان ګڼل کېږو.
یو څه ته مو باید پام وي چې د وخت په سمبالښت (مدیریت) کې کوچنی یا ورځنی پلان ډېر ګټور دی، د ورځني پلان په درلودلو سره به هره ورځ زمونږ په ګټه تېرېږي.
براین ټریسي تر هغو نه ویده کېږي چې د سبا ورځې لپاره پلان جوړ نه کړي.
۳- د ارزښتونو ټاکل: ژوند له ارزښتونو ډک دی، مګر ټولو ته رسېدل امکان نه لري، علایق هم توپیر لري، ستا یو څه او زما بل څه خوښېږي؛ مهمه دا ده چې موږ خپل ارزښتونه او علایق مشخص کړو، که هغه په اړیکو، زده کړو، فعالیتونو او تر دې چې په مطالعه کې وي، ځکه له مینې، شوق او درک پرته په هر څه اخته کېدل او هغه ته ارزښت ورکول، موږ له اصلي ارزښتونو لرې پاتې کوي، وخت باید اصلي ارزښتونه ته د رسېدو په لار کې ولګوو.
ستره خوښي د اصلي ارزښتونو لاسته راوړل دي.
۴- د فکر او عمل همغږي: د فکر او عمل تر منځ همغږي رامنځ ته کړئ، څه چې وایئ یا یې په اړه فکر کوئ هغه عملي کړئ، کله چې زمونږ دنني افکار له باندنیو سره همغږي شول بیا نو ټول کارونه سم او افکار مو د فعالیتونو سپارښتنه کوي؛ خو داسې نه چې په فکر کولو وخت تېر کړی؛ مګر عمل مو درک ونه لري، ځکه تر یو ټن فکر یو ګرام عمل غوره دی.
فکر کول وخت نیسي خو که عملي شي مرغلرې دي.
له وخت نه د ګیلې پر ځای د هغه په مدیریت او مصرف باندې غور وکړئ.
0 دیدگاه