زما مبارزه او د هغې اغېزه
کله چې یوه افغانه مېرمنه په نرواکه ټولنه کې غواړي د وروڼو تر څنګ فغالیت ته ملا وتړي او د هېواد د بیارغولو لپاره خپلې هڅې وکړي، ډاډه یم چې هغه به هم ټولې زما په څېر له ستونزو سره مقابله خپل سرمشق او سرلار ټاکي چې خلک یې انسانیت او وطن ته د خدمت هوډ تر پښو لاندې د دې د مېرمن اوسېدو په خاطر نه کړي!
زما نوم ظریفه غفاري دی، زه د عبدالواسع غفاري لور، د میدانوردګ یا هم د وردګ ولایت د چک ولسوالي د دورانخېلو کلي اصلي اوسیدونکې یم، زما د کورنۍ نسب د میدانوردګ لوی خان «شيریندل خان» ته منسوبېږي او په قوم هم مایار یو.
د هېواد شته ناخوالو زما کورنۍ کلونه مخکې کله چې زما پلار د ۸ یا ۱۰ کالو و له کلي پردی کړ او زما پیدایښت په کابل کې شوی او همدلته په کابل کې اوسېږو، لوړې زدهکړې مې د مکتب له دورې نه وروسته په هندوستان هېواد کې د ماسټري تر کچې په اقتصاد کې تر سره کړې، له تحصیلي دورې وروسته مې د یو راډیو او یو اينجو بڼسټ کېښوده چې دا دواړه بڼسټونه په میدانوردګ ولایت کې د مېرمنو د حقونو لپاره د مبارزې په خاطر تر ننه هم فعالیت کوي.
له دې ټولو شخصي سرمایهګذاري مې هدف خپل ولسونو په تېره بيا ځوانانو او د هېواد ځپل شوې طبقې «مېرمنو» ته خدمت و. په کال ۱۳۹۵ل کې مې د میدانوردګ ولایت د ځوانانو پارلمان غړیتوب هم تر لاسه کړ، د ځوانانو د لیکو په سمبالولو مې پیل وکړ چې په همدې لړ کې د میدانوردګ ولایت د ځوانانو د سرتاسري شورا د ښځو چارو د کمېټې مشري مې هم د ځوانانو په باور تر لاسه کړه.
د هېواد ملي او امنیتي ځواکونو ته مې دا ځل د میدانوردګ ولایت د ملالو خویندو پیغام تر لوړو جګو پوستو او مورچلو د ګلونو په ګېډیو ورسوله، سره له دې چې زما کورنۍ هیڅکله نه غوښتل چې زه په میدانوردګ ولایت کې فعالیت ولرم، ځکه هغوی تر ما ډېر له دې ټولنې سره اشنا و، خو بیا هم له نورو ټولو هڅو هاخوا د ۱۳۹۶م کال عقرب میاشت کې مې د میدانوردګ ولایت مرکز، میدانښار ښاروالي لپاره د ازادې سیالي له لارې ځان نوماند کړ، تر اوږدې مودې وروسته مې یو زنګ تر لاسه کړ چې پکې راته وویل شو زه هم د ۱۳۸تنو کاندیدانو له جملې شارټ لېسټه شوې یم، تر تحریري ازموینې وروسته مو د تقریري ازموینه هم ورکړه، له ازموینو وروسته هم تر څو میاشتو هیڅ خبر راته و نه رسېده تر دې چې د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ میاشتې په څلورمه نېټه د دریو کاندیدانو په لړ کې تر ټولو د لوړو نمرو تر لاسه کولو وروسته د چلالتمااب ولسمشر له خوا د ۱۷۶ شمېرې حکم په اساس د میدانښار ښارواله وټاکل شوم، دا خبر مخکې له دې چې تر ما ورسېږي ډېرو نورو ته د فیسبوک له لارې رسېدلی و، ما ته زما د راډیو «پېغله اف ام راډیو» یوه کارمند زنګ وواهه او دا ښه خبر یې پس له ډېره ځنډه راکړ، ما هم خپله فیسبوک ولیده او هلته مې د ولسمشر فرمان یو عکس د میدان وردګولایت د خبریالانو په یو ګروپ کې ولیده، له دې خبر سره خلکو په فیسبوک کې رنګارنګ غبرګونونه ښوولي وو، هغو خلکو چې په انسانیت او د مېرمنو پر توانمندي باور لرلو تشویقي او د ستاینې پوسټونه او هغه خلکو ته چې مېرمنې لا هم د کور او یا د ګور تر سرحده محدود مخلوق ښکارېدل، بیا نه یوازې چې زما پر شخصیت د بېمورده تحلیلونو کوښښ کړی و، د دولت دغه کړنه یې هم غیرقانوني، غیرمنطقي او غلط بلل ځکه هغوی ډېر یو په فیسبوکپاڼه کې لیکلي وو چې «ښځه نهشي کولای ښارواله شي او په میدانښار کې دنده تر سره کړي» یا «که دا وړه نجلۍ راشي او ښارواله شي، موږ به سړکونو ته ووځو او هیڅکله به اجازه ور نه کړو چې ولایت ته د دندې لپاره راشي.»
دا نظریې سره له دې چې د انسانیت له مخې په دوه ډلو وېشل کېدای شي یو بل اړخ هم لري او هغه اړخ یې په میدانوردګ ولایت کې د قومونو تر منځ شته غیرمنطقي ستونزې دي چې کلونه مخکې د مشرانو له خوا جوړې شوې او خوار او په هر څه ناخبر ځوانان اوس هم دې بدمرغه بوټې ته اوبه ورکوي، دا ستونزه ډېر د هغو کړیو له خوا جوړ او مخ ته بېول کېږي چې خپلې شخصي ګټې په خطر کې ویني او عام ولس هم ډېر کله د دوی د لوبو ښکار شي، میدانوردګ ولایت سره له دې چې یو ولایت دی او د نورو ولایتونو په څېر یو مرکز او څو ولسوالي لري، خو د دې ولایت ناخوالې دا ولایت یې دننه دننه په دریو برخو وېشلي لکه «میدان، وردګ، بهسود» دا درې برخې بیا هر یو په جلا توګه ځان د دې ولایت اصلي مالکان ښیي، زما د ازادې سیالي له لارې د میدانښار ښاروالي ته کامیابېدل هم تر ډېره بریده د همدې ناخوالو قرباني شو او تقریباً پنځه میاشتې له مقررېدو وروسته هم خپلې دندې ته معرفي نهشوم، تر ما مخکې په پنځلس کلونو کې ټوله د دې ریاست ريیس میدانی و کله چې د ولسمشر په حکم د افغان دولت ټولې ادارې ازادې سیالۍ ته ولاړ؛ نو د میدانښار ښاروالي ته هم داسې یوه نجلۍ کامیابه شوه چې د چک ولسوالي اصلي اوسیدونکې ده او د دې ولایت د اوسېدونکيو په خبره وردګۍ ده، د میدان د ګوتو په شمار ځینو هغو ځوانان چې شاید د دوی پاک احساسات د نورو تر ولکه لاندې په غلطه بڼه استفاده کېږي.
سره له یو یا دوه هغسې مشرانو چې شاید د خپل ولسونو په منځ کې هم هسې ځای و نه لري، څنګه چې اړین دی له فیسبوکه نیولې تر لويو او وړو ناستو پورې يې زما لپاره د خنډ جوړېدو کوښښ وکړ، ان تر دې حده چې د پښتو او پښتونولي ټول اصول یې تر پښو لاندې کړل او زما په شخصیت او شخصي ژوند کې هم د غیرمنطقي لاسوهنې کوښښونه وشول، خو ما ماته و نه منله، په ټولو ناخوالو سربېره مې مبارزه خپل انساني حق او انسانیت ته خدمت وګاڼه، ځکه تسلیمه نهشوم، د وسلهوالو مخالفانو له تهدیدونو او شپېپاڼو نیولي د ګوتو په شمار په ځان بېخبرو ځوانانو له خوا تر ګواښل کېدو پورې هر څه مې وزغمل.
زما مبارزه د مکتب له لومړي ټولګي پیل شوه، تر پوهنتون او له پوهنتونه وروسته دا درې نیم کلنې کاري تجربې پورې، خو زه هیڅکله له مبارزې سره دومره نه وم په تکلیف شوې لکه چې دا د یوې ښاروالې په صفت د ازادې سیالۍ له لارې تر ټاکل کېدو وروسته په تکلیف شوم، دلته له وړتیا نیولې زما تر شخصي ژوند پورې ټول وګواښل شوو، مګر ماته مې و نه منله، دا دی لا مې هم دې مبارزې ته اوږه ورکړې ده.
هوښیاران وایي، شجاعت در زندگی اشکال مختلفی دارد ولی گاه گاهی شجاعت یعنی کنار گذاشتن زندگیت به نفع چیزی که حتا نسبت به خودت نیز فقط برای خودت مهم تر است، شجاعت به معنای بخشیدن زندگیت به وطنت، به هموطنانت، به غرور ملی و فکر انسانی ات!
خو له دې ټولو سره سره زه سوچ کوم چې هر کله ته د یوې افغانې مېرمنې په صفت هغه ټولنه کې غواړې په پاک نیت کار وکړې، بدلون راولې، انسانیت وروزې چې نه منونکي غیر انساني دودونه د ټول ولس ژوند ګواښي، چېرې چې د قلم ځای توپک او د انسانیت ځای وحشت نیولی، چېرې چې حق د باطلو په مقابل کې په ګونډو کېږي، چېرې چې ستا د حق خوړل او تر پښو لاندې کول به د نورو لپاره د ځان بسیاینې وسیله ګرځي، چېرې چې که دې د خپل حق لپاره غږ پورته کړ، تل به ګواښل کېږې، سپکېږې او ان تر دې چې په سپینه لمن به دې هم تور داغونه لګول کېږي او...
د دې ټولو ناخوالو زغمل، د زغملو سربېره نه تسلیمېدل، مبارزه کول، حق غوښتل او د هېواد د سمسورتیا لپاره د خپلې کوچنۍ برخې ادا کولو لپاره ستر خوبونه لیدل دا به هم زړورتیا وي!؟ هغه زړورتیا چې نور یې هیڅکله منلو ته تیار نه دي، خو ته یې بار بار ثابتولو ته مجبورېږې، ځکه چې مېرمن یې او افغاني ټولنه بالخصوص په پښتنو کې خو لا هم ښځه یا د کور ده او یا هم د ګور!
کله چې مطالعه کوې، سفر کوې، فیسبوک ګورې، نړیوال خبرونه ګورې او بالاخره خپل هېواد ته دې پام وشي، هلته به داسې هیڅ یو افغان نه وي چې مبارزې او کار ته کلک هوډ و نه تړي، مګر کله چې یوه مېرمن دا هوډ د وروڼو تر څنګ په درېدلو تړي.
دا زما په هېواد کې د غره په شان حوصلې او کلک ارادې ته اړتیا لري چې په ساده لهجه کې ورته زړورتیا وایي، ځکه دا مېرمن به ډېره وټکول شي، ډېره به وځپل شي، ډېره به وکړول شي او په پای کې غږ به هم نه کوي، ځکه چې دا مېرمن ده او افغانه مېرمن تل د کور یا د ګور په تصویر کې پټه ساتل کېږي او کومې چې صحنې ته راوځي هغوی د ځان د بقا لپاره بیا مجبورې دي د غره په شان اوسېدو کوښښ وکړي، خو د شخصي تجربې په اساس وایم چې دوی به تل دا زمزمه کوي؛
لمن مې ډکه ده له کاڼو خو څوک نه پرې ولم
په عادتونو کې دا يو عادت د غره لرم زه
ځکه دا مېرمنې ماتې نه مني، حداقل اوس پس له څلوېښت کلونو ناخوالو دا مېرمنې د خپلو انساني حقونو لپاره مبارزه خپل اسلامي حق ګڼي او د هېواد په رغولو کې خپل رول له یوه ورور سره په څنګ کې ادا کوي چې خوشاله یم د دې مېرمنو په کتار کې یم او خپلې هڅې د خپل هېواد د رغولو لپاره نه سپموم.
د هغې ورځې په تمه چې بله افغانه ظریفه زما په شان له ستونزو سره په مقابله کې خپل توان مصرف نه کړي او ټول توان د ولس په ملاتړ د هېواد سمسورتیا، سوکالۍ او ارامي لپاره وقف کړي. په پای کې غواړم د خپلې کورنۍ له غړيو مننه وکړم، له خپلې مورجانې چې تل یې وهڅولم، له خپلو کشرو خویندو چې تل راته د کورنۍ په فضا کې ښایسته ماحول جوړ کړل چې له بهر څخه راوړي ستړیا هېره کړم، له خپلو کشرو وروڼو چې لکه غر مې تر څنګ ودرېدل او له خپل پلار جان څخه چې د ټولنې ټولو ناخوالو ته یې غاړه ورکړه او زما د ژوند په ښه شان سر ته رسولو کې راسره تر څنګ ودرېد، د مبارزې په لړ کې د خپلو همفکره ملګريو د مینې پورړوې هم یم، ځکه د هغوی نېکې مشورې او ستاینې تل راته جرات او زړورتیا بښلې چې د هغو له جملې څخه زما د کاروبار شریک ښاغلي بشیر محمدي د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس او ښه ملګرې مې اغلې حبیبه اشنا ده چې تل مې تر څنګ پاتې شول او له هرې ناخوالې سره د مبارزې هوډ یې راته لا پیاوړي کړل.
د یو سوکاله او مېرمنو ته په ټوله مانا له انساني حقونو سره د سمبال افغانستان په هیله!
0 دیدگاه