د امپراتوري زوال
۷ ثور ۱۳۹۷ 625 0 نظر روزنامه سرخط

د امپراتوري زوال

 

لوی فريدريک چې له ۱۷۴۰ تر ۱۷۸۶م کال پورې يې پر المان کې حکومت کاوه، د فکر او ذوق پر ازادي باوري و او په دې برخه کې يې خلکو ته د انکشاف حق ورکړی و.

يوه ورځ پر اس سپور دی، ملګري يې تر شا پسې روان دي او د برلين په لارو کوڅو کې تېرېږئ، که ګوري چې مخالفانو يې پر دېوال د ده پر ضد يو توند و تېز شعار نښلولی دی.

فريدريک کلک ورته ځير شو بيا يې وويل؛

"بې‌انصافه خلک دي، دا پوسټر يې څومره لوړ ټک وهلی، زه په اس سپور يم، له لوستلو سره يې په تکليف شوم، څوک چې پياده وي، څنګه به يې لولي؟ هلئ دا راکښته کړئ او په داسې اندازه يې وځړوئ چې اسانه ولوستل شي."

د سيل يوه ملګري يې په حيرت وويل؛

مګر دا اعلاميه خو ستاسې او ټولې امپراتوري پر ضد ده!

فريدريک په خندا ځواب ورکړ؛

که زما حکومت په رښتيا ظالم او دومره بې‌ثباته وي چې په يوه اعلاميه له پښو غورځېدای شي، بيا خو ښه ده چې ژر تر ژره لېرې شي او يو بل بهترين نظام يې ځای ونيسي؛ خو که چېرې زما حکومت پر قانون، نېکي، ټولنيز عدالت او د بيان او قلم پر ازادي ولاړ وي، بيا نو باوري شئ چې دومره ثبات او استحکام لري چې په يوه اعلاميه نه نړېږي.

د خوبوړي څپلۍ

May 14, 2018 29

سړی د ارام لپاره جومات ته ولاړ، په پراخه برنډه کې يې خپلې څپلۍ سر ته کېښودې او سترګې يې پټې ونيوې.

هوا

Apr 27, 2018 29

د مکتب يو سرويس موټر زده‌کوونکي مکتب ته وړي. يو وخت موټر تونل ته نږدې شو، څو مټره مخکې پر يوه لوحه ليکلي وو؛ «ټوله ارتفاع، ۳ مټره!»

نااشنا مينه

Apr 27, 2018 29

زه او مېرمن يو تر بله بېخي سره ماړه شوي يوو، زموږ تر منځ هيڅ احساس پاتې نه دی. يو بل ته مو تر خوله ټک نه خېژي، ممکن د تل په مخه سره جلا شو.

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک