انسان
۷ ثور ۱۳۹۷ 757 0 نظر روزنامه سرخط

انسان

یو سړی په څا کې ولوېده، سخت ټپي شو.

ملا راغی، ورته و یې ویل؛

 حتما دې کومه ګناه کړې.

انجینر راغی، د څا د اوږدوالي او د خاورې د لوندوالي اندازه یې واخیسته.

ژورنالیسټ راغی، په څا کې د لوېدلي کس انځورونه یې واخیستل او مرکه یې ورسره وکړه.

ورزشکار راغی، هغه ورته وویل؛

که دې سپورټ کړی وای، ځان به دې په خپله ژغورلی وای.

ارواپوه راغی، هغه ورته وویل؛

دا واقعه او درد ستا په ذهن کې دی، ستا په وجود کې نه‌شته.

خپلوان یې راغی، ورته په ژړا شو.

حقوق‌پوه راغی، هغه ترې وپوښتل؛

ولې او څنګه ولوېدې؟

د مثبت فکر څښتن راغی، ورته ويې وویل؛ ښه دی چې ښی لاس دې نه دی مات شوی.

څاکېندونکی راغی ورته ويې ویل، تجربه نه لرې.

شپون راغی، هغه ورته وویل؛ هر مرو ډېر تږی شوی وې.

په اخېر کې يو انسان راغی، ګوري چې خلک تر څا چاپېر دي، وروسته پوه شو چې سړی په څا کې لوېدلی، په بېړه څا ته کښته شو، سړی يې له څا راوکيښ.

د خوبوړي څپلۍ

May 14, 2018 29

سړی د ارام لپاره جومات ته ولاړ، په پراخه برنډه کې يې خپلې څپلۍ سر ته کېښودې او سترګې يې پټې ونيوې.

هوا

Apr 27, 2018 29

د مکتب يو سرويس موټر زده‌کوونکي مکتب ته وړي. يو وخت موټر تونل ته نږدې شو، څو مټره مخکې پر يوه لوحه ليکلي وو؛ «ټوله ارتفاع، ۳ مټره!»

نااشنا مينه

Apr 27, 2018 29

زه او مېرمن يو تر بله بېخي سره ماړه شوي يوو، زموږ تر منځ هيڅ احساس پاتې نه دی. يو بل ته مو تر خوله ټک نه خېژي، ممکن د تل په مخه سره جلا شو.

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک