سهار به لمر را وخېژي؟
۷ ثور ۱۳۹۷ 697 0 نظر روزنامه سرخط

سهار به لمر را وخېژي؟

 

د ژوند پای ته يې يوازې دوې ورځې پاتې وې، تازه پوه شو چې هيڅ ژوند يې نه دی کړی.

د ژوند جنتري يې ډکه شوې وي، تش دوې ورځې وې چې چليپا ورباندې نه وه کش شوې، ډېر ووېرېد، غوسه شو او عصباني د خدای حضور ته ورغی، تېر و بېرې خبرې يې تر خوله ووتې، نور ژوند يې وغوښت؛ خو خدای غږ ورته و نه کړ.

بيا يې چيغې پورته کړې...

خدای هيڅ ځواب نه ورکاوه.

بيا يې اسمان و ځمکه سره لټ په لټ کړل، د انسان او فرشتو تر پښو او وزرو تاو شو، کفر يې ووايه، خو بيا هم خدای سکوت کاوه.

په زړه يې اور بل شو، و يې ژړل او په سجده پرېوت...

هاتفي غږ يې تر غوږ شو؛

- يوه ورځ دې بله هم لاړه! تا په دې ورځ کې هم ژوند کولای شوای، خو په دې چيغو، نارو، سپکو سپورو دې ورځ همداسې ولګوله. اوس دې نو يوه ورځ پاتې ده او ښه ده چې ژوند پکې وکړې.

بيا يې پسې واورېدل؛

- څوک چې په يوه ورځ کې د ژوند لذت تجربه کړي، ګويا زر کاله ژوند يې کړی و، مګر څوک چې د همدې يوې ورځې په ارزښت پوه نه شي، په زر کاله هم نه پوهېږي.

او امر ورته وشو؛

ـ ځه ولاړ شه او يوه ورځ ژوند وکړه!

سړی تلولی شو، خبره ترې ورکه شوه، خوله يې وښوروله؛

- مګر يوه ورځ!؟ په دې يوه ورځ کې به نو څومره او څنګه ژوند وکړم؟

بيا يې واورېدل؛

- څوک چې د يو ورځني ژوند خوند تجربه نه کړي، د زرګونو کلونو به يې هم همدا حال وي.

سړي هک پک لاسونو ته وکتل، زنده‌ګي پکې ځلېده، له ځان سره يې وويل، زه سبا وخت نه لرم، دغه ژوند بايد وکړم، بايد و يې نه ساتم، پرېږده چې دا يوه لپه ژوند خو مصرف کړم.

دا وخت يې منډه کړه...

ژوند يې په سر او مخ باد کړ، ژوند يې وڅښه، د ژوند بوی يې احساس کړ...

له دومره سرور او وجده ډک شو چې انګېرله يې، کولای شي تر ټولې دنيا را تاو شي، والوزي.

کولای شي پر لمر پښې کښېږدي.

او کولای شي چې...

ده په دې يوه ورځ کې د اسمان بدرنګولو ته لاس اوږد نه کړ.

دی په دې يوه ورځ کې د ځمکې مالک نه شو.

کوم مقام يې هم خپل نه کړ...

خو

په دې يوه ورځ کې يې د ونو پر ډېرو پاڼو لاسونه ووهل...

په چمن کې پرېوت، ورغښت...

پورته يې وکتل، ورېځې يې وليدې او بدلې يې وليدې...

هغو ته يې هم سلامونه وکړل چې هيڅ يې نه پېژندل.

هغه چا ته يې له زړه دعاوې وکړې چې له مخه يې بد اېسېدل.

په همدې يوه ورځ کې يې خورا خوشالي وکړه، و يې خندل او خوند يې ور ټول کړ.

په همدې ورځ يې مينه وکړه، هر څه يې په بدل ډول وليدل او همدا ورځ وه چې ژوند يې پکې وکړ.

په سبا يې ملايکو په ازلي کليزه کې وليکل؛

«نن هغه سړی ومړ چې زر کاله ژوند يې وکړ.»

د انسان ژوند طول، عرض او ارتفاع لري؛ خو موږ يوازې د ژوند اوږدو ته ګورو، مګر څه چې اهميت لري، هغه د ژوند عرض او څرنګوالی دی. نن ورځ له لاسه مه ورکوئ، ايا د دې ضمانت شته چې سهار د لمر د راختو ننداره وکړای شئ!؟

 

د خوبوړي څپلۍ

May 14, 2018 29

سړی د ارام لپاره جومات ته ولاړ، په پراخه برنډه کې يې خپلې څپلۍ سر ته کېښودې او سترګې يې پټې ونيوې.

هوا

Apr 27, 2018 29

د مکتب يو سرويس موټر زده‌کوونکي مکتب ته وړي. يو وخت موټر تونل ته نږدې شو، څو مټره مخکې پر يوه لوحه ليکلي وو؛ «ټوله ارتفاع، ۳ مټره!»

نااشنا مينه

Apr 27, 2018 29

زه او مېرمن يو تر بله بېخي سره ماړه شوي يوو، زموږ تر منځ هيڅ احساس پاتې نه دی. يو بل ته مو تر خوله ټک نه خېژي، ممکن د تل په مخه سره جلا شو.

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک