اوسپنه
۷ ثور ۱۳۹۷ 959 0 نظر روزنامه سرخط

اوسپنه

 

يوه اهنګر له ډېرې غښتلې ناروغۍ سره سره د خدای د عبادت مينه پاللـه.

يوه ورځ يې يوه ملګري چې پر خدای يې باور نه درلود، ترې پوښتنه وکړه؛ ته څنګه کولای شې د هغه خدای عبادت وکړې چې ته يې په داسې مصيبتونو اخته کړی يې؟

اهنګر سر وځړاوه او و يې ويل؛

زه چې کله غواړم کومه اوسپنه په يوه مهمه وسيله بدله کړم، يو ځل يې اور ته نيسم، بيا يې پر سندان ږدم او په څټک يې وهم، په پای کې دا اوسپنه زما د خوښې او اړتيا په اله بدلېږي. که چېرې دغه اوسپنه زما د خوښې په وسيله بدله نه شوه، ايسته يې غورځوم.

همدا کار مې سترګو ته درېږي، همېشه د خدای دربار ته لاسونه نيسم چې خدایه تل مې د ستونزو اور ته ونيسه، خو بې‌ګټې شی رانه مه جوړوه چې د غورځېدو شم.

د خوبوړي څپلۍ

May 14, 2018 29

سړی د ارام لپاره جومات ته ولاړ، په پراخه برنډه کې يې خپلې څپلۍ سر ته کېښودې او سترګې يې پټې ونيوې.

هوا

Apr 27, 2018 29

د مکتب يو سرويس موټر زده‌کوونکي مکتب ته وړي. يو وخت موټر تونل ته نږدې شو، څو مټره مخکې پر يوه لوحه ليکلي وو؛ «ټوله ارتفاع، ۳ مټره!»

نااشنا مينه

Apr 27, 2018 29

زه او مېرمن يو تر بله بېخي سره ماړه شوي يوو، زموږ تر منځ هيڅ احساس پاتې نه دی. يو بل ته مو تر خوله ټک نه خېژي، ممکن د تل په مخه سره جلا شو.

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک