د يوه ژوند داستان
۷ ثور ۱۳۹۷ 1110 0 نظر روزنامه سرخط

د يوه ژوند داستان

کله چې سپين‌‌ږيري نجار کار بس کړ، د کار څښتن ته يې خوند ور نه کړ او په دې هڅه کې شو چې نجار بېرته کار ته جوړ کړي؛ مګر نجار په نټي و.

صاحب‌کار په ډېر تاسف د نجار پرېکړه ومنله، خو د وروستي شرط په توګه يې ترې وغوښتل چې يو کور ورته جوړ کړي.

نجار چې د کار د بس کولو پرېکړه کړې وه، له نه زړه يې ورسره ومنله، خو په تلواره تلواره يې ګډوډ کار وکړ، کور يې د نورو په پرتله په کمزوري شکل ورغاوه.

شپې ورځې وتې، کار بېخي پای ته ورسېده.

کله چې يې د کور څښتن ته د نوي کور کيلي سپارله، هغه ورته وويل؛

- دغه کور زما له خوا تا ته ډالۍ دی، تا ډېر اوږد عمر کار راسره کړی!

نجار ورپېده، د حيرانتيا او ارمان احساس په مخه کړ، وشرمېده.

دا زموږ د ژوند داستان دی.

ځينې وخت موږ د ځان لپاره هم ډېر له نه زړه کار کوو، بيا وروسته پوهېږو چې زموږ د ژوند شپې هلته تېرېږي چې په خپل لاس مو ځان ته تيار کړی؛ مګر دلته نو زموږ له ګوتو هغه فرصتونه وتلي وي چې مثبت بدلون مو پکې خپلولای شوای.

موږ هر يو د خپل ژوند نجاران يوو، د ژوند ساعتونه د څټک هغه وارونه دي چې د ژوند د کور مېخونه او پلې مو پله‌پورې کوي.

د ژوند د کور په جوړولو کې پام هغه څه دی چې وروسته پښېماني راسره پکې اړولای نه شي.

پام کوئ.

 

 

د خوبوړي څپلۍ

May 14, 2018 29

سړی د ارام لپاره جومات ته ولاړ، په پراخه برنډه کې يې خپلې څپلۍ سر ته کېښودې او سترګې يې پټې ونيوې.

هوا

Apr 27, 2018 29

د مکتب يو سرويس موټر زده‌کوونکي مکتب ته وړي. يو وخت موټر تونل ته نږدې شو، څو مټره مخکې پر يوه لوحه ليکلي وو؛ «ټوله ارتفاع، ۳ مټره!»

نااشنا مينه

Apr 27, 2018 29

زه او مېرمن يو تر بله بېخي سره ماړه شوي يوو، زموږ تر منځ هيڅ احساس پاتې نه دی. يو بل ته مو تر خوله ټک نه خېژي، ممکن د تل په مخه سره جلا شو.

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک