مالیات (Taxes)
۶ ثور ۱۳۹۷ 1232 0 نظر روزنامه سرخط

مالیات (Taxes)

د مالياتو لپاره په مختلفو وختونو کې مختلف تعریفونه شوي چې له هغې ډلې يو هم د یونان د فیلسوف ارستو تعریف دی.

هغه وایي، مالیه یو ډول فداکاري ده چې وګړي یې د دولت د دندو او فعالیتونو د ممکن کېد په خاطر په غاړه اخلي.

یوبل عالم بيا وايي؛ مالیه یوه بې‌ګناه غلا ده.

خو تر ټولو جامع او هر اړخيزه تعریف يې شايد دا وي چې مالیه هغه انفرادي او اجباري ورکړه ده چې کوم متقابل پاداش اوعوض نه لري او له حقیقي او حقوقي اشخاصو څخه د هغوی ملکیت اقتصادي فعالیتونو او یا د دوی د پولي وسایلو د رهبرۍ د یوې برخې په توګه دولت ته د مالي ډاډمنتیا او تامین په خاطر ورکول کېږي.

د دولتي عوایدو ډولونه

  •  مالیاتي عواید
  • غیرمالیاتي عواید
  • - مالیاتي عواید:
  • دولت د لګښتونو د پوره کولو یوه مهمه لاره او سرچینه ده چې د بېلا بېلو مالیاتو راټولول په کې راځي. که چېرې د دولت د لګښتونو په پوره کولو کې د مالیاتو ونډه په هره کچه لوړه وي، هغومره به د اقتصادي ناوړه اغېزو مخه په ښه ډول سره نیول شوې وي. په پرمختللو هېوادونو کې د پرمختیایي هېوادو پرخلاف چې هلته مالیات د لګښتونو په پوره کولو کې ډېره ونډه لري او تقریباً د دولت ټول لګښتونه له همدې لارې پوره کېږي.
  •  - غیرمالیاتي عواید
  • ي عواید هغه پیسې دي چې دولت یې له خپلو اقتصادي فعالیتونو څخه لاسته راوړي چې بیا غیرمالیاتي عواید هم په خپل وار په څلور ډوله وېشل کېږي؛

الف: د دولت له انحصاراتو ترلاسه کېدونکې ګټې لکه: تیل، د اوسپنې پټلۍ، برېښنا، ټلېفون او داسې نورونه.

ب: د بېلابېلو هغو خدماتو په بدل کې ورکول کېږي چې د دولتي ادارو له خوا اجرا کېږي.

ج: د عمومي املاکو د خرڅلاو له لارې تر لاسه کېږي.

د: له خلکو یا هم کورنیو څخه پولي یا هم له بهرنیو هېوادونو او موسسو څخه مرسته اخیستل.

 که د دولت د لګښتونو لپار مالیات کفایت و نه کړي، نو د بودجې د کسر د پوره کولو لپار بیا دولت دغه کار تر سره کوي. له بلې خوا اقتصادي اغېزې په بنسټیزه توګه له یو بل سره توپیر کوي. د یوه دولت د ټوليزو عواید د را ټولولو يا تر لاسه کولو سرچينې په دوه ډوله دي؛

۱: منظم عواید

۲: غیر منظم عواید

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک